د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره ماریس پین وایي چې افغانستان کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي، د ملکیانو زورول په ځانګړې توګه د مېرمنو او نجونو شکنجه د اندېښنې وړ ده.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې دغه څرګندونې له محمدحنیف اتمر سره نن په یوې ټيلیفوني اړیکه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې له طالبانو غوښتنه کړې چې د سولې ټينګښت په اړه دې خپلې ژمنې عملي کړي.

هغې همداراز ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د عادلانه او عزتمندې سولې ملاتړ کوي او د افغان سولې خبرو پر اهمیت ټينګار کوي.

په ورته مهال د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر په وروستیو دوو اوونیو کې په بېلابېلو پراختیایي او بشري برخو کې د اسټرالیا له مرستو مننه وکړه او وې ویل چې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو، په ځانګړې توګه په اوسني وضعیت کې چې افغانستان د یوه جګړه‌ییز ناورین سربېره، د خوړو له نه خوندیتوب او کورونا سره مخ دی، اړینې دي.

له دې سره په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو لوریو په کابل کې د دایمي دېپلوماتیکو اړیکو پر بیا پیل او په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د جنایي جرمونو د قضیو څېړلو په اړه هم هوکړه کړې چې ګډ کار به پرې کوي.



د دوه اړخیز ګډون او د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو لپاره د پراختیا او مرستو د هوکړې بیا لاسلیک له هغو مسایلو وو چې دواړو لوریو یې په اړه هوکړه وکړه چې کار به پر وکړي.

اسټرالیا په داسې حال کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ملکیانو د شکنجې او وژنې په اړه اندېښنه ښيي چې طالب ډلې په وروستیو میاشتو کې په ټول هېواد کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

طالبانو په دغه موده کې د هېواد یو‌شمېر ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام