په هرات کې د اسلام‌کلا او تورغونډۍ، فراه کې د ابونصر فراهي، تخار کې د ای‌خانم، کندوز کې شېرخان او پکتیا کې ډنډپټان هغه شپږ ګمرکونه دي چې د چارواکو په وینا، له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

د مالیې وزارت ویاند رفېع تابع وايي، اوس په دغو شپږو ګمرکونو کې فعالیت نه ‌لري او دې چارې پر ملي عوایدو منفي اغېز کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، د ګمرکونو نږدې ۴۰ سلنه عواید د حکومت له لاسه وتلي او د طالبانو جیبونو ته ورځي. تابع زیاتوي، مالیې وزارت په غبرګولي میاشت کې ۷،۳ میلیارډه افغانۍ ګمرکي عواید را ټول کړي، خو دا کچه په چنګاښ کې ۴،۶ میلیارډه افغانیو ته را ټیټه شوې ده.



خو د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي، په کندهار کې د سپین‌بولدک په ګډون، اووه ګمرکونه د دې ډلې په واک کې دي او ټوله فعاله هم دي. هغه زیاتوي، دوی په ګمرکي محصول کې کموالی راوستی، څو په بازارونو کې د خوراکي توکو نرخونه لوړ نه‌شي. د نوموړي په وینا، له سوداګرو سره د محصول ترلاسه کولو په برخه کې یې هم مشورې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز هم د طالبانو تر کنټرول لاندې ګمرکونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغې تېره ورځ د څارنې او انسجام ګډ بورډ ناستې ته ویلي چې د تېر کال په پرتله په روان کال کې د ګمرکونو په عوایدو کې شاوخوا ۴۰ سلنه کموالی راغلی چې پر بودیجې یې منفي اغېز کړی او افغان حکومت هم د سیمې د اتصال څلورلارې په توګه تر پوښتنې لاندې راوستی شي.

د ګمرکونو عواید د ملي بودیجې مهمه برخه جوړوي، خو په دې وروستیو کې چې طالبانو بریدونه زیات کړل، تر ۱۵۰ د ډېرو ولسوالیو په نیولو سره یې ځينې ګمرکونه هم تر ولکې لاندې راوستل چې عواید یې هم د دې ډلې له خوا راغونډېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام