په پکتیا او لوګر  ولایتونو کې د څارویو تازه خپرې شوې «لمپي‌ سکېن» یا د څارویو د پوستکي ناروغۍ له امله سلګونه غواګانې له‌منځه تللي دي.

د پکتیا د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ له امله ګڼ‌شمېر غواګانې له‌منځه تللي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالروف سعید سلام‌وطندار ته ویلي چې د خپرې شوې ناروغۍ له امله تراوسه څه باندې ۱۰۰۰ غواګانې له‌منځه تللي او لا هم دغه ناروغۍ د خپرېدو په حال کې ده.

په ورته مهال نوموړي زیاته کړې چې د څارویو پوستکي ناروغۍ د خپرېدو له امله د دغه ولایت مال لرونکو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.

بل‌خوا د لوګر یو‌شمېر اوسېدونکي هم وايي چې له لوی اختر وروسته دغه ولایت کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ خپره شوې چې لسګونه څاروي پرې اخته شوي دي.

د لوګر د مرکز پل‌علم مال لرونکي خیرالله سلام‌وطندار ته وویل: «له لوی اختر وروسته په ډېری کلیو کې په لویو څارویو کې د پوستکي ناروغۍ خپره شوې او لسګونه غواګانې یې له‌منځه وړي دي.»

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز تاییدوي چې لوګر کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ لسګونه څاروي له‌منځه وړي او یاده ناروغۍ د خپرېدو په حال کې ده.

شاهد‌الله همراز زیاتوي چې د یادې ناروغۍ درمل نه دي موندل شوي، خو په وینا یې، د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د لمپي سکېن ناروغۍ په اړه ویټرنرانو او مال لرونکو ته د عامه پوهاوي لړۍ پیل کړې ده. په ورته مهال د پنجشېر محلي مسوولان هم وايي چې دغه ولایت کې تازه د لمپي سکېن ناروغۍ دوه پېښې ثبت شوي دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملک‌ازده د یاد ولایت د کرنې ادارې د رییس له قوله ویلي چې دغه دوه پېښې د پنجشېر په عنابه ولسوالي او مرکز بازارک کې ثبت شوي دي.

په همدې حال کې د پنجشېر مال لرونکي دغه ولایت کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ د خپرېدو په اړه اندېښنه ښيي او له کرنې ریاست غواړي چې د مخنیوي لپاره یې هڅې وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې په خوست ولایت کې هم د یادې ناروغۍ د خپرېدو له امله شاوخوا ۲۰۰۰ څاروي له‌منځه تللي وو. په همدې حال کې په ننګرهار  کې هم د یادې ناروغۍ د خپرېدو له امله د غټ څاروي د غوښې پر خرڅلاو بندز لګېدلې دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام