ایران ته د کمال خان بند د اوبو خوشې‌کېدو په اړه ضد او نقیض راپورونه

د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند کې د حق‌ابې پر سر د رامنځته شوې ستونزې په لړ کې ایراني چارواکو پرون ویلي چې د افغانستان د کمال خان بند اوبه د دغه هېواد پر لور خوشې شوې دي. د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند د ایران سیستان او بلوچستان ولایت ته د کمال خان بند د اوبو خوشې‌کېدو خبر ردوي.

د لوګر خروار ولسوالي کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي خدمات پيل شول

د لوګر  محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت خروار ولسوالي د لومړي ځل لپاره د دوو مخابراتي شبکو د انټرنټي او مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغله.  عابد زیاته کړه چې په دغه ولسوالي کې په مخکیني جمهوري نظام کې هېڅ مخابراتي شبکې فعالیت نه درلود او خلک له پراخو ستونزو سره مخ وو.

پکتیا او لوګر کې د «لمپي سکېن» ناروغۍ له امله سلګونه غواګانې له‌منځه تللي

 په پکتیا، لوګر او پنجشېر ولایتونو کې د څارویو تازه خپرې شوې «لمپي‌ سکېن» یا د څارویو د پوستکي ناروغۍ له امله سلګونه غواګانې له‌منځه تللي دي. د پکتیا د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ له امله ګڼ‌شمېر غواګانې له‌منځه تللي دي.