د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره نن د پوهنې وزارت سره یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې پربنسټ به یې پوهنې وزارت کې  د کاري بهیرونو د ساده کولو او خلکو ته به پر وخت خدمتونه وړاندې کېږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره مسوولان ټينګار کوي چې د لاسلیک شوې هوکړې له مخې به د پوهنې وزارت هغه برخې به تر بیاکتنې لاندې نیول کېږي چې کاري بهیرونه په‌کې ځنډني دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د اداري بهیرونو د ساده کولو برخې رییس بریالی ابدالي وايي، د پوهنې وزارت اړوند پر هغو برخو به کار کوي چې لګښت یې ډېر، خو خلکو ته یې د خدمتونو وړاندې کول ټکني او ځنډني وي. د نوموړي په وینا، دغو برخو کې به د اړتیا سره سم کاغذي او برښنايي کارونه پیل کړي.

په ورته مهال د اداري اصلاحاتو  او ملکي خدمتونو ادارې مسوولان وايي چې تراوسه یې له نږدې ۱۸ ادارو سره د کاري پروسو د ساده کولو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي. د یاد کمېسیون د مسوولانو په وینا، د دغه هوکړه‌لیک پربنسټ، تراوسه ۱۷۶ پروسې ساده شوې دي.

په ورته مهال د پوهنې وزارت مرستیال سعیداحمد شهید‌خېل له دغه هوکړه‌لیک هرکلی کوي او د پوهنې وزارت کې د کاري پروسو ساده کولو او روڼتیا برخه کې د هڅو ډاډ ورکوي.

په همدې حال کې د چارو ادارې رییس نورالحق انور په بېلابېلو دولتي ادارو کې د فساد مخنیوي او غوره خذمتونو وړاندې کولو ډاډ ورکوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې خلکو په دولتي ادارو کې د بورکراسۍ او د کاري پروسو له ځنډ څخه شکایت کاوه. دا په داسې مهال ده چې تراوسه د ډېری ولایتونو په دولتي ادارو کې برښنايي حکومتولي نه ده بنسټیزه شوې.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام