Asset 1SWN

خوست کې اورلګېدنې هټۍ‌والو ته مالي زیانونه اړولي

b5af8039-1b58-47f0-8c53-d12f42810b03

د خوست محلي مسوولان وايي چې نن یکشنبه د لړم ۲۹مه له غرمې وروسته د دغه ولایت مرکز متون ښار په یوه مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله هټۍ‌والو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني سلام‌وطندار ته ویلي چې د مرکز متون ښار په زاړه مارکېټ کې لومړی څلورو هټیو اور اخیستی او وروسته یې لمن نورو هټیو ته هم غځېدلې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

تراوسه د یادې اورلګېدنې لامل نه دی څرګند شوی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي چې د اطفایې کارکوونکو اور مړ کړی او په وینا یې، چا ته په‌کې ځاني زیان نه دی اوښی.

خو نوموړي وویل چې په دغه اورلګېدنه کې یو‌شمېر هټیوالو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

په یاد مارکېټ کې د رخت، بوټونو او نورو توکو ګڼ‌شمېر هټۍ موجودې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام