د جنورۍ څلورمه نېټه د ړندو کسانو لپاره د برېل کرښې نړیواله ورځ ده. نن د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د يوشمېر ړندو کسانو په حضور کې د دې ورځې نمانځنه وشوه. د بلخ يو‌شمېر نابینایان وايي چې په تېرو څو مياشتو کې د افغانستان وضعيت د دوی لپاره ګڼې ننګونې رامنځته کړي او دوی له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

د برېل کرښې لپاره د لوست کتابونو نه‌شتوالی، د ړندو لیکلو سره د ښوونکو نه بلدتیا، د ملاتړ د پروګرامونو نه‌شتون، د ړندو لپاره د ځانګړي ښوونځي فعالیت درول او د معلولینو د اوو میاشتو معاشونو نه ورکول، هغه ستونزې دي چې دوی ورسره مخ دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په بلخ کې یو نابینا جمشید سلطاني وایي: «موږ د پوهنې په برخه کې ستونزې لرو، زموږ ښوونځي اوس غیر فعال دي، دې ستونزې ته باید رسېدنه وشي. دا ښه ده چې د ړندو ستونزو ته په ټولیزه توګه رسېدنه وشي، داسې یو څوک وي چې زموږ او چارواکو ترمنځ د اړیکي پل شي.»

د بلخ ولایت یو بل نابینا اجمل رحماني روشن‌دل، د اسلامي امارت له چارواکو څخه غواړي چې دوی ته د زده‌کړې، کار او په ټولنه کې د فعالیت زمینه برابره کړي. هغه ټینګار کوي چې د ړندو ستونزو ته رسېدنه باید د اسلامي امارت د چارواکو لومړیتوب وي.

په همدې حال کې د هېواد په شمال کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې محلي همغږي کوونکى يارمحمد فاروقي وايي، له معلولينو سره د مرستې او په بېلابېلو برخو کې د دوی د ستونزو د کمولو لپاره د لازمو پروګرامونو برابرول او پراختيا د دوی له لومړيتوبونو څخه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

يارمحمد فاروقي زياته کړه: «د افغاني سرې مياشتې ټولنه يوه بې‌پرې او بشري خيريه موسسه ده او دلته د ټولو وګړو حقونه مطرح دي. زه او زموږ د دفتر کارکونکي په دې دفتر کې د هر چا خدمت کوو او موږ هېڅ راز مرستې نه سپموو.»

ومو غوښتل چې د هېواد د نابینایانو یا د ړندو کسانو د ستونزو په اړه د اسلامي امارت د مسوولانو نظر هم  واخلو؛ خو د بیا بیا اړیکو سره سره هم بریالي نه شوو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام