Asset 1SWN

یونیسف راروان ژمي کې ۱۱۱۰۰۰ اړمنو افغان کورنیو سره نغدي مرسته کوي

UNICEF-cash

 د ژمي په رانږدې کېدو سره افغانستان کې د بشري ناروین د ژورتیا په اړه د اندېښنو په لړ کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) ویلي چې راروان ژمي کې به له ۱۱۱زره اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وکړي.

یونېسف پرون دوشنبه د لړم ۳۰مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې اوس افغانستان کې میلیونونه کسان د خپلو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه‌لري او راروان ژمی به وضعیت نور هم کړکېچن کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یونېسف له اړمنو کورنیو سره د نغدي مرستو دوام بې‌وزلو ته د رسېدنې او افغانستان کې د بشري ناورین د ژورېدو مخنیوي لپاره غوره لار ګڼلې او زیاته کړې یې ده چې ټول هېواد کې به د اړمنو کورنیو ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا په داسې مهال دی چې پرون د سره صلیب نړیوال کمېټې ویلي چې افغانستان کې ۲۰ میلیونه کسان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې عملیاتي مسوول مارټین شوب پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان کې د توکو لوړې بیې او د کورنیو لږ عاید لامل شوي چې ګڼ‌شمېر خلک له سونزو سره مخ شي.

د نوموړي په وینا، افغانستان کې د منځنۍ کچې یوه کورنۍ د خپلو لومړنیو خوراکي توکو یوازې ۸۲سلنه برخه برابرولی شي او د نورو اړتیا د برابرولو لپاره ورسره پیسې نه پاتې کېږي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې څه موده مخکې د ملګروملتونو سازمان ویلي و چې افغانستان کې ګڼ‌شمېر کورنۍ په راروان ژمي کې اړ دي چې د خوړو او د کورونو د ګرمولو ترمنځ یو انختاب کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام