نن د جون ۷مه د خوړو د خوندیتوب له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په نړۍ کې د خوندي خواړه او خوندي ژوند په شعار سره  نمانځل کېږي، خو افغانستان داسې مهال دغه ورځ نمانځي چې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان کافي خواړه نه لري.

کابل کې د اندراګاندي روغتون د ماشومانو د داخلې برخې پروفیسوران وایي چې په هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونونو راهیسې د خلکو اقتصادي وضیعت خراب شوی چې د پخوا په پرتله ډېر شمېر خلک له بې وزلۍ سره مخامخ دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد روغتون د ماشومانو د داخله څانګې رییس پروفیسور محمدعارف حسن‌زي وویل، د بې‌وزلۍ ډېرېدل د دې سبب شوي چې ډېری کورنۍ کافي او سالم خوړو ته لاسرسی ونه لري. هغه زیاتوي، ماشومتوب د ودې وخت وي، نو باید ماشومانو ته کافي او سالم خواړه ورکړل شي.

د پروفیسور حسن‌زي په وینا، ماشومانو ته د سالم خوړو نه رسېدل د دې لامل کېږي چې هغوی پر بېلابېلو ناروغیو په ځانګړي ډول پر خوارځواکۍ اخته شي.

دغه‌راز، په افغانستان کې د سره ‌صلیب نړیوالې کمېټې رییس په  خپله ټویټر پاڼه کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین ژورېدو له امله به میلیونونه افغانان له سختې بې وزلۍ سره مخ شي، هغه له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د دغه ناورین په کنټرول کې دې سره یو ځای شي.

د سره صلیب کمېټې رییس ویلي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره افغانان د خوړو ترلاسه کولو لپاره د خپل کور وسایل پلوري. یادې کمېټې  مخکې هم ویلي و چې افغانستان کې بې‌وزلي د اندېښنې وړ ده او اړتیا ده چې له افغانانو سره لا ډيرې مرستې وشي.

په همدې حال کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې د مالي او تخنیکي مرستو غوښتنه کوي.

د دې ادارې رییس عبدالباري عمر وایي چې ټاکل شوې په راتلونکې کې د خوراکي توکو د خوندیتوب په اړه لوی معلوماتي مرکز جوړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي، پر یو داسې عملیاتي او پراختیایي پلان کار کوي چې له مخې یې وکولای شي، د خوړو د خوندیتوب په برخه کې ښه پایله ترلاسه کړي. هغه خلکو ته ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت ولس ته د سالمو او باکیفیته خوړو د برابرولو په موخه هڅه کوي.

هغه وایي: «پر نړېوالې ټولنې غږ کوو چې له دې وروسته دې په دې برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي او په دې برخه کې د خوړو او درملو ملي ادارې او نور اړوند ادارو سره د  وسایلو، تجهیزاتو او مالي او تخنیکي/ فني مرستې وکړي.»

د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و چې ۹۵ سلنه افغانان کافي خوراکي توکو ته لاسرسی نه‌لري او عایدات او کاري فرصتونه هم مخ په کمېدو دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام