د خوړو نړیوال پروګرام يا ډبلیو اېف پي وايي چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب بحران د ژوريدو په حال کې دی.  د خوړو نړيوال پروګرام يوې څېړنې ښودلې چې دا مهال د افغانستان ۲۳ ملیونه وګړي د خوړو خونديتوب نه لري او دا شمېرې د لوړېدو په حال کې دي.

د دغه پروګرام د يوې سروې له مخې، په داسې حال کې چې په افغانستان کې کورني عوايد او کاري فرصتونه په شدت د کمېدو په حال کې دي، نږدې ۹۵ سلنه وګړي کافي خواړه نه ‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 ډبیلو اېف پي اټکل کړی چې په روان ۲۰۲۲ کال کې به د افغانستان تر نيمايي ډير وګړي د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ وي.

 سرچينه وايي، نږدې ۹ ميليونه افغانان به قحطۍ ته د ورته  وضعيت سره مخ شي. د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوړو د بحران په اړه خپلې موندنې داسې مهال خپروي چې ټاکل شوې سبا د افغانستان بشري وضعيت ته د رسېدنې په موخه په جنيوا کې يوه لويه نړيواله غونډه جوړه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام