په افغانستان کې د لوږې او بې‌وزلۍ د پراخو څپو په درشل کې د خوړو نړیوال پروګرام چارواکو په یوې خبري ناسته کې د افغانستان له اوسني وضعیت څخه اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مدیر مري‌ الن مک‌ګروټي وايي چې ۹۸سلنه افغانان کافي خوړو ته لاسرسی نه لري او له هرو لسو کورنیو څخه اووه یې خواړه په پور اخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، افغانستان تر بل هر وخت ډېر د اقتصادي بحران سره مخ دی. هغه وايي چې د خوړو له نړیوال پروګرام سره شل کاله کار کړی، خو له داسې یوه حالت سره نه دی مخ شوی.

د اقتصادي چارو کارپوه، سیدنورالله مراد وايي، اسلامي امارت باید د اقتصادي بحران مخه ونیسي، د داخلي توکو د کارونې لپاره پلان او پر خپلو پښو ولاړ اقتصاد لپاره لاس په کار شي.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د خوړو نړیوال پروګرام له لوري خپرې شوې شمېرې ردوي او وايي، خپرې شوې شمېرې د ټولنې د واقیعت څخه لیرې دي. نوموړی زیاتوي چې وضعیت دومره هم خراب نه دی چې دغه سازمان یې په اړه کومې شمېرې خپرې کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خوړو نړیوال پروګرام په داسې حال کې د افغانستان د اوسني وضیعت په اړه اندېښنه ښيي چې د خوراکي توکو بیه لاهم د لوړېدو په حال کې ده او ډېر شمېر هېوادوال د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای کافي خوراکي توکي واخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام