پر نشهیي توکو د خسرګنۍ اخته کېدو ناوې کار کولو ته اړ کړې
مریم په غور کې د هغې ۷کسیزې کورنۍ د ناوې مستعار نوم دی چې د کورنۍ ۵غړي یې پر نشهیي توکو اخته دي. هغه وایي، ۹کاله کېږي چې خاوند، خواښې، ندرور او دوه لېورونه یې پر نشهيي توکو روږدي دي.
مریم د خپل او خاوند د ژوند د اړتیا برابرولو لپاره د غور په مرکز فیروزکوه ښار کې د خیاطۍ کوچنۍ هټۍ جوړه کړې او ښځینه جامې ګنډي.