د ترکیې په زندان کې د افغان کډوال د شکنجې کیسه

د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار اصلي اوسېدونکی محمد نادر وایي، په هېواد کې د ناخوالو او د یوه ښه ژوند د برابرولو لپاره یې له قانوني اسنادو پرته کډوالۍ ته زړه ښه کړ، خو له سختو او لوړو ژورو وروسته چې کله ترکیې هېواد ته ورسېد، د دغه هېواد د پولیسو له لوري ونیول شو او زندان ته واچول شو. هغه وایي، پولیسو دی ۴۰ورځې په زندان کې وساته او ډېر بد چلن یې ورسره کاوه.

په هرات ګمرک کې د پراخ فساد له امله د سوداګرو اعتراض

نن د هرات ولایت د ګمرکونو ریاست مخې ته د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه، د زعفران‌کارانو ټولنې، سوداګرو مېرمنو او د مدني ټولنو یو‌شمېر غړو په یوې خبري ناسته کې د هېواد په ګمرکونو په ځانګړې توګه د هرات په ګمرک کې د پراخ فساد له امله، خپل اعتراض څرګند کړ.

پر نشه‌یي توکو د خسرګنۍ اخته کېدو ناوې کار کولو ته اړ کړې

مریم په غور کې د هغې ۷کسیزې کورنۍ د ناوې مستعار نوم دی چې د کورنۍ ۵غړي یې پر نشه‌یي توکو اخته دي. هغه وایي، ۹کاله کېږي چې خاوند، خواښې، ندرور او دوه لېورونه‌ یې پر نشه‌يي توکو روږدي دي.
مریم د خپل او خاوند د ژوند د اړتیا برابرولو لپاره د غور په مرکز فیروزکوه ښار کې د خیاطۍ کوچنۍ هټۍ جوړه کړې او ښځینه جامې ګنډي.