د مې ۲۸مه د ښځو میاشتني عادت نړیوالې روغتیایي ورځې سره برابره ده. دغه ورځ د ښځو میاشتني عادت په تړاو د عامه پوهاوي زیاتوالي او په دې برخه کې د فکري خنډونو لرې کولو په موخه نمانځل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح په یوې خبري ناسته کې چې د ښځو میاشتني عادت نړیوالې روغتیايي ورځې په اړه جوړه شوې وه، وویل چې د ښځو میاشتني عادت ارزښتونو پر وړاندې خنډونه باید له منځه یووړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مجروح په وینا، ۵۰ سلنه مېرمنې په افغاني ټولنه کې د شرم له امله د میاشتني عادت په اړه سم عامه پوهاوی نه لري. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، په داسې حال کې چې میاشتنی عادت یوه طبیعي مسله ده، خو په ټولنه کې ورته د شرم په سترګه کتل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، هغه هورموني او فزیکي بدلونونه چې د ځوانۍ پر مهال په هلکانو کې راځي کېږي، په ټولنه کې یې هرکلی کېږي، خو په نجونو کې دغه بدلون ته د شرم په سترګه کتل کېږي او په دې اړه له خبرو ډډه کوي.

نوموړی زیاتوي چې د میاشتني عادت په تړاو د مېرمنو نه پوهاوی په ښځو کې د بولي او تناسلي ناروغیو لامل ګرځي.

هغه وایي: «په دغه دوره کې باید د نجونو لاسنیوی وکړو، څو خپلو زده‌کړو او کار ته حاضرې شي. داسې کار ونه کړو چې له خپل خاوند، پلار یا ورور څخه وشرمېږي. په ټولنه کې د مېرمنو میاشتني عادت ته د شرم په سترګه ونه ګورو. زه د یوه ډاکټر په توګه هره ورځ هغه یوشمېر مېرمنې وینم چې د میاشتني عادت په اړه د عامه پوهاوي نه درلودلو له امله له بولي او تناسلي ناروغیو سره مخ دي.»



بله‌خوا د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي په دغه خبري ناسته کې وايي چې د پوهنې نصاب د بدلون په حال کې دی او په نوي نصاب کې د مېرمنو میاشتني عادت په اړه په بېلابېلو مضمونونو کې ورته ځای ورکړل شوی دی. حمیدي وايي، د پوهنې وزارت هڅه کوي، څو د نړیوالو همکارو سازمانونو په مرسته د نجونو په ښوونځیو کې روغتیايي کلینیکونه جوړ کړي.

په دغه خبري ناسته کې له رسنیو هم غوښتنه وشوه، څو خلکو ته د میاشتني عادت په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

په دې ناسته کې د پوهنې وزارت مسوولانو وویل چې ښوونکي او والدین باید د میاشتني عادت له روحي او رواني ګډوډیو سره بلد شي او د نجونو ملاتړ وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام