د رغزې اوبدل بدخشان کې له ډېر پخوا راهیسې دود دی چې اوس نه یوازې د یوه لرغوني ارزښت ساتلو په توګه ترې ساتنه کیږي، بلکې د مېرمنو لپاره د عاید مهمه سرچینه ده.

بدخشان کې یوشمېر هغه میرمنې چې د رغزې پر اوبدلو بوختې دي وايي، که څه هم دا لاسي هنر د دوی د ورځنيو اړتیاو په پوره کولو کې مرسته کوي، خو بازار یې پیکه دی.

دا هنر د رنګونو، بڼو او ځانګړي ظرافت په درلودلو سره ډېر خوښونکي لري او زیاتره کورنۍ له همدې لارې د خپل ژوند ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي.

د رغزه اودونکيو له ډلې زهرا یوه تجربه‌لرونکې میرمن ده.

هغې سلام وطندار سره خبرو کې وویل، له ماشومتوبه یې له دې هنر سره مینه درلوده او اوس دا هنر د دوی د کورنۍ یوه مهمه عایداتي سرچینه ګرځیدلې ده.

هغې وویل: «د رغزې ګڼدل زما او زما د کورنۍ په اقتصادي وضعیت ډېر مثبت اغېز لري او زه له دې لارې عاید ترلاسه کوم، چې زمونږ ورځنۍ اړتیاووې پرې تامینیږي. ځینې وخت چې پیسې راسره کمې وي، دغه کار مونږ سره مرسته کوي او خپل ضرورتونه پرې پوره کوو.»

مرضیه د بدخشان یوه بله اوسېدونکې ده چې د رغزې پر اوبدلو بوخته ده.

دې وویل، د کار لپاره اړین لومړني توکي له ځايي بازارونو څخه پېري، خو د ښه کیفیت لرونکو موادو نشتوالی یوه جدي ستونزه ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغې وویل: «کله چې د کور کار کم وي، ورځ کې تر ۶ ساعته رغزه ګنډم، ځينې وخت اونۍ کې یوه یا دوه رغزې بشپړیږي، داسې رغزې شته چې ډېر کار ته اړتیا لري، نقشه یې پېچلي وي، ساده وسایل ښار کې پیدا کیږي، خو د با کیفیته رنګ په څېر ښه څيزونه نه پیدا کیږي.»

سره له دې چې په دې هنر بوختې مېرمنې له کومې وقفې پرته هره شېبه زحمت وباسي، مګر بیا هم د دې صنعت بازار هغسې نه دی، څومره یې چې اوبدونکې او خرڅونکې تمه‌لري.

په بدخشان کې د رغزې پلورونکې پریسا په دې اړه وايي: تراوسه داسې نه دي شوي چې زمونږ محصولات صادر شي، زمونږ پېرېدونکي هېواد دننه کې دي، له فیض‌اباد ښار څخه دي، خو زیاتره یې د اطرافو دي، ځکه چې هغوی له رغزې سره ډېره مینه لري او ګټه ترې اخلي.»

له دې سره هم‌مهاله، د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د تشبثاتو مسؤل ثمرالدین رحماني وایي، له لاسي صنایعو ملاتړ د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او هڅه کوي چې د بازار موندنې لپاره هم ورته مناسبه زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه: «زمونږ د تشبثاتو مرکز مخ په جوړېدو دی، چې دغه رغزه جوړوي، د اسلامي امارت ژمنتیا ده چې هر ولایت په ځانګړې توګه بدخشان کې د تشبثاتو مرکز جوړ شي، ډېر ژر به یې کارونه طی مراحل شي. ستونزې حل کیږي، او دغه ستونزه چې ده د صنعت او سوداګرۍ ریاست تل هڅه کړې، موسسې او ډونران یې هڅولي چې د تشبث پرمختګ په برخه کې کې همکاري وکړي.»

د یادولو ده چې د ننګونو، د بازار نشتون، د باکیفیته موادو نه پیدا کېدو او د خلکو د لېوالتیا کمېدو ترڅنګ، بدخشان کې د رغزې اوبدلو صنعت مېرمنو په پوره حوصلې سره ژوندی ساتلی.

دا مهال د زیاتره کورنیو د اقتصادي ستونزو د حل یوه مهمه عایداتي سرچینه همدا لاسي صنایع دي چې په کار ده مسوولې حکومتي ادارې او مرستندویه بنسټونه یې د ملاتړ لپاره اساسي پروګرامونه پلي کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام