د هېواد په سوېل لوېدیځ د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په وروستۍ برخه کې ګڼ‌شمېر هغه کسان چې له کډوالۍ بېرته هېواد ته راستانه شوي، اوسېږي چې له قانوني اسنادو پرته یې بهرنیو هېوادو ته د یوه ښه ژوند د درلودو لپاره هڅه کړې وه، خو د کډوالۍ پرمهال د ژور خپګان له امله اوس دوی پر نشي توکو اخته شوي دي.

دغه بېرته راستانه شوي د کډوالۍ له ورځو او نامنظمې کډوالۍ څخه ترخې تجربې لري. سیما امین هغه مېرمن ده چې څو کاله یې په اروپايي هېوادونو کې ژوند کړی او دوه کاله کېږي چې په خپله خوښه بېرته هېواد ته راستانه شوې ده.

هغه وايي، نه غواړي د کډوالۍ سخت ژوند ته دوام ورکړي. نوموړې وایي: «شاوخوا ۹ کاله مې په اروپايي هېوادونو کې تېر کړل او اصلآ مې دغه موده کې ښه وضعیت نه درلود. هره شېبه به مې د زړه تنګۍ حس درلود. فکر مې کاوه چې هره ورځ مې وضعیت نور هم خرابېږي. بلاخره کله چې ترکیې ته راغلم او ډاکټر ته لاړم، ویل یې چې رواني حالت دې ښه نه دی او زما درملنه یې پیل کړه. له هغې وروسته مې پرېکړه وکړه چې یوازې خپل هېواد کې ارامه اوسېدلی شم. همدغه پرېکړه مې لامل شوه چې بېرته را وګرځم. اوس هم فکر کوم چې د هغو ورځو منفي اغېزې مې په وجود کې شته او د زړه‌ تنګوالي هغه خاطرې مې ذهن ته راځي.»

کله چې هرې یوې دغو بېرته راګرځېدلو مېرمنو سره خبرې کوو، د نامنظمې کډوالۍ ترخو تجربو په اړه کیسه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نامنظمې کډوالۍ پایلې لامل شوې چې یو‌شمېر کډوال له روحي او رواني ناروغیو سربېره، په نشي توکو هم روږدې شي.

فاطمه یوه له دغو مېرمنو څخه ده چې د کډوالۍ پرمهال په نشه‌يي توکو روږدې شوې. هغه وایي، د کډوالۍ پرمهال خفه وه او تل به یې خوښېده ده چې یوازې واوسي. د نوموړي په وینا، خاوند به یې ورته مواد راوړل او د وخت په تېرېدو سره هغه هم د نشې نړۍ ته ورننوتله او تل به یې د پیسو او نشي توکو په اړه فکر کاوه. هغه وایي، د ماشومانو په اړه مو هېڅ فکر نه کاوه نه مو د دوی روزنه کوله او نه به مو ورته پر وخت خواړه ورکول.

ګڼ‌شمېر هغه کسان چې په ناقانونه لارو نورو هېوادو په ځانګړي توګه ایران ته روانېږي په مخدره توکو روږدي شوي. د نیمروز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس محمد سلیم قاضي‌خېل وایي، د همکاره موسیسو پر ملاتړ د بېرته راګرځېدلو کډوالو ستونزو د له منځه وړلو لپاره به خپلې هڅې وکړي.

نوموړی وایي؛ «کله چې یو څوک بېرته راګرځي، د روحي او رواني ستونزو په برخه کې مونږ سره حقوقي موسسې کار کوي. کوم کسان چې مونږ ته مراجعه کوي او خپلې ستونزې را ته بیانوي، رواني ډاکټرانو ته یې معرفي کوو او کوم کسان چې په مخدره توکو روږدي وي، هغه د روږدو کسانو برخې ته ورپېژنو، ۴۵ ورځې یې درملنه کېږي او وروسته یې په روغ صحت سره رخصتوي.»

په همدې حال کې قاضي‌خېل وايي، تېرو شپږو میاشتو کې یې د دوه سوه کورنیو لپاره د کار وسایل وېشلي او د هغوی لپاره یې د کار زمینه برابره کړې. دې سره هم‌مهاله یو‌شمېر مدني فعالان او ټولن‌پوهان په دې باور دي چې په هېواد کې د څلورو لسیزو جګړو، بې‌کارۍ او د دولت له خوا د مشخصو پروګرامونو نه موجودیت د دې لامل شوی چې ګڼ‌شمېر هېوادوال افغانستان خوشې کړي.



په نیمروز ولایت کې مدني فعال سید‌اشرف سادات وايي، کډوالۍ په نامنظم ډول ناوړه پایلې لري. هغه وایي چې په افغانستان کې د کډوالۍ د یوه کس اړولو لاملونه ډېر دي او د تېرو ۴۰کلونو جګړو افغانان دې ته مجبوره کړي چې پر سختو او ګواښوونکو لارو له قانوني اسنادو پرته کډوالۍ ته زړه ښه کړي.

د نوموړي په وینا، د کډوالۍ ژوند اسانه نه دی او هغه کسان چې بېرته هېواد ته راستانه کېږي، ډېرڅه یې له لاسه ورکړي او اوس په کور دننه په لاس کې څه نه لري چې د ځان لپاره د یوه کار زمینه برابره کړي. هغه وایي چې ګڼ‌شمېر بېرته رستانه شوي افغانان له رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي چې دا ستونزه به په راتلونکي کې د دوی لپاره ګواښوونکي وي.

په ورته وخت کې ټولن‌پوهان وايي، سره له دې چې کډوالي د فرهنګونو ترمنځ د ادلون او بدلون سبب کېږي، خو په ټولنه کې منفي اندونه او ټولنیز درز هم غښتلي کوي.

ټولن‌پوه حیات حمید وایي: «د کډوالۍ یوه ناوړه پایله هم دلته خپل هېواد کې د بېګانه فرهنګ ترویج دی چې منفي ټولنیزې پایلې لري. له فرهنګي او ټولنیز پلوه دغه مورد د ځوان نسل لپاره منفي پایلې رامنځ ته کولای شي. کوم کسان چې کډوالۍ څخه بېرته راګرځي، که وغواړي او یا که نه د نورو هېوادونو د کلتور تر اغېز لاندې وي چې په غیر مستقیم ډول د وخت په تېرېدو سره د افغان ټولنې پر رسم او رواج هم اغېز کوي.»

د نیمروز ځايي چارواکو په وینا، په دې وروستیو کلونو کې په لویه کچه هېواد ته د کډوالو په بېرته راګرځېدو سره نیمروز ولایت کې په مخدره توکو د روږدو کسانو شمېرهم لوړ شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام