نن د جون میاشتې ۲۶ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. هېواد کې پر نشه‌يي توکو یو‌شمېر روږدي وايي چې له سخت روحي فشار سره مخ دي.

کابل کې د روږدو ښځو او ماشومانو مرکز کې تر درملنې لاندې یو‌شمېر روږدو ښځو سلام‌وطندار ته ویلي چې له روحي اړخه له ډېر فشار سره مخ دي او کلونه کېږي چې د کورنۍ غړي یې پوښتنه نه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شریفه چې د خپلو ملګرو له لوري پر نشه‌يي توکو روږدې شوې، له بې‌کسۍ شکایت کوي. نوموړې وايي، که څه هم اوسنیو شرایطو کې د نورو لاسنوي ته اړتیا لري، خو په وینا یې، بېخې یوازې شوې ده.

په ورته مهال پر نشه‌يي توکو روږدې صدبرګ بیا وايي، نږدې یو نیم کال کېږي چې خپلو او خپلوانو یې پوښتنه نه ده کړې.

نوموړې چې اوس په دغه مرکز کې تر درملنې لاندې ده وايي، کلونه وړاندې له خپل خاوند سره یوځای له بدخشان څخه کابل ته راغلل او خاوند یې پر نشه‌يي توکو روږدی شو. نوموړي همداراز وايي چې وروسته دا او دوه اولادونه یې هم پر نشه‌يي توکو روږدي شول.

که څه هم نن له نشه‌يي توکو سره د مبارزې نړیواله ورځ ده، خو د عامې روغتیا وزارت پر نشه‌يي توکو د روږد کسانو د راټولو په اړه کوم پروګرام نه دی جوړ کړی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت ویاند پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولو او په دې برخه کې د پروګرام د نه جوړو لامل، پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې رامنځته شوی وضعیت په ګوته کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام