Asset 1SWN

له شخصیتونو سره د اړیکې کمېسیون: له ۶۵۰ ډېرو پخوانیو چارواکو ته مو د خوندیتوب کارتونه ورکړي

بازگشت-فهیم-چکری-qbq1i7420g9rq87y09ojk3u2xp64qcg4gm5xc4ppxk

له افغان شخصیتونو سره د اړیکې کمېسیون مسوولان وايي چې تر اوسه یې له ۶۵۰ ډېرو پخوانیو چارواکو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړي دي. د افغان ټلېکام شرکت رییس فهیم چکري چې افغانستان ته یې له بېرته راتګ څخه څه باندې یو کال تېرېږي وايي، هېواد ته له راتګ وروسته دوه درې ځله د ټیلیفون له لارې ګواښل شوی دی.

هغه د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه ښيي او له ا.ا څخه غواړي چې د تېر حکومت د چارواکو د امنیت ټینګښت ته دې ډېر پام وکړي. چکري زیاتوي: «زموږ غوښتنه دا ده چې کمېسیون هغو کسانو ته چې د خطر احساس کوي، ساتونکي ورکړي او د امنیت ټینګښت په اړه یې ډاډ ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

همدارنګه، د افغانستان د پرمختګ بنسټ رییس امید ساپی وايي، له هغې ورځې چې افغانستان ته راغلی، د ځان او کورنۍ امنیت ته اندېښمن و، خو له هغه وروسته یې چې د خوندیتوب کارت اخیستی، د امنیتي ګواښونو په اړه یې شته اندېښنې پای ته رسېدلې دي.

نوموړی زیاتوي: «له دې مخکې کارت نه و او اندېښمن وو چې که خدای مه کړه چېرته بې‌پردې شوو. کله مو چې کارت ترلاسه کړ، دغه کارت هغو ټولو کسانو ته د منلو وړ دی چې په ا.ا کې کار کوي.»

په همدې حال کې له افغان شخصیتونو سره د اړیکې کمېسیون مسوولان وايي چې له دوو اوونیو راهیسې یې د تېر حکومت چارواکو ته د خوندیتوب کارتونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

دوی وايي، تر اوسه یې د تېر حکومت له ۶۵۰ ډېرو چارواکو ته چې د ولسي جرګې غړي، نظامي چارواکي او علمي شخصیتونه په‌کې شامل دي او بېرته افغانستان ته راغلي، د خوندیتوب کارتونه ورکړي دي. د مسوولانو په خبره، د تېر حکومت لسګونو سیاسي څېرو ته چې په هېواد کې پاتې شوي، هم د خوندیتوب کارتونه ورکړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له افغان شخصیتونو سره د اړیکې کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وايي، د یادو کارتونو په وېش سره به د ناوړه ګټه اخیستونکو کسانو لاسونه لنډ شي. هغه زیاتوي: «تر اوسه د تېر حکومت ۶۵۰ چارواکو چې هېواد ته را ګرځېدلي او همداراز، لسګونو سیاسي څېرو چې په افغانستان کې پاتې دي، د خوندیتوب کارتونه ترلاسه کړي دي.»

د یادونې ده چې د تېر اسلامي جمهوریت نظام له نسکورېدو او د ا.ا له واکمنېدو وروسته نږدې ټولو لوړپوړو سیاسي، حکومتي او نظامي چارواکو هېواد پرېښود او نورو هېوادونو کې یې پناه واخیستله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام