د عامې روغتیا وزارت نن د کابل هوايي ډګر کې د چین هېواد اته سوه زره ډوزه د کورونا ضد سینوفارم مرسته شوی واکسین ترلاسه کړ.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معین عبدالباري عمر د دې مرستې د ترلاسه کولو پرمهال له چین هېواد څخه د مننې ترڅنګ له مرسته کوونکو بنسټونو د ډېرو بشري مرستو غوښتنه وکړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په کابل کې د چین سفیر هم د افغانستان خلکو ته د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د خوړو د مرستې ژمنه ورکړه او وې ویل چې دغه هېواد به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.

نوموړي وویل: «مونږ د افغانستان خلکو ته مرستې برابرې کړې او له هغه وروسته چې د افغانستان وضعیت بدلون وکړ، مونږ مرسته وکړه، مونږ ۳ زره میلیونه د مرستې بکسې رالیږلي او اوس هم هڅه کوو چې د ۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د مرستې بکسې را ولېږو، په هغې کې به درمل، خواړه، او ورېجې شاملې وي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د چین هېواد د درې میلیونه دوزه کورونا واکسین مرستې لومړنۍ محموله په داسې مهال افغانستان ته رسیږي چې په هېواد کې د کویډ ۱۹ ډېری روغتونونه د روغتیايي وسایلو او تجهیزاتو د نه شتون له امله له فعالیته پاتې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام