د اسیا پراختیايي بانک پرون په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بانک له افغانستان سره د ۴۰۵ میلیونه ډالرو د مالي مرستو کڅوړه تایید کړې ده. دغه مرستې به په هېواد کې د خوړو امنیت، د روغتیا او ښوونې بېړنیو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ولګول شي.

دغه بانک ویلي چې د دغه بنسټ د مرستو کڅوړه به د ملګرو ملتونو د مرستندویه بنسټونو له لوري د افغانانو د بېړني ملاتړ او دغه هېواد کې د بې‌مخینې ناورین سره د مبارزې لپاره پر خلکو ووېشل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د خبرپاڼې له مخې، د اسیا پراختیايي بانک د ۴۰۵ میلیونه ډالري مرستو څخه به د خوړو نړیوال سازمان، د خوړو او کرنې سازمان ته په ترتیب سره ۱۳۵ او ۶۵ میلیونه ډالر ورکړل شي. له دغې بودیجې به څه باندې ۸۰۰ کورنیو ته د بېړنیو خوړو برابرولو سربېره، زرګونه بزګرانو ته د کرنې وسایلو برابرولو لپاره ولګول شي او همداراز ۱۶۸زره کورنیو ته  به د «کار په بدل کې غنم» پروګرام له لارې د کار زمینه برابره شي.

د اسیا پراختیايي بانک زیاته کړې چې له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو ملاتړي اداره یا یونیسف به هم له دغو مرستو څخه ۲۰۰میلیونه ډالر ترلاسه کړي او د لومړنیو روغتیايي خدمتونو او د روغتونونو د اړتیا خدمتونو برابرولو سربېره به د واکسین تامین لپاره ولګوي.

دغه مالي مرستې به همداراز یونیسف دې ته وهڅوي چې په کلیو کې د ښوونې ۱۰۰۰۰ ټولګي جوړ او شاوخوا ۲۶۴ زده‌کوونکي چې ۶۰سلنه یې نجونې دي، د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې دغه مرستې د اسیا پراختیايي صندوق له لوري تمویلېږي چې د اسیا پراختیايي بانک بې‌وزله او زیانمنو غړو هېوادو ته مالي مرستې ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام