د کابل هوایي ډګر دروازه کې پرونۍ چاودنو څه باندې ۱۰۰ کسان وژلي

وال سټرېټ ژورنال نن راپور ورکړی چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په دروازه کې د پرونۍ چاودنو له امله څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، په وژل شویو کې ۱۳ امریکایي سرتیري او ۹۰ افغانان شامل دي. په دې چاودنو کې نږدې ۱۶۰کسان چې ۱۸ یې امریکایي سرتیري دي، ټپیان شوي دي.

د ناټو سرمنشي: د کابل هوايي ډګر د ساتلو پر څرنګوالي کار کوو

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، دغه سازمان او متحدان یې د افغانستان د ملاتړ پر دوام او د مهمو بنسټونو، په ځانګړي ډول د کابل نړیوال هوايي ډګر پر ساتلو کار کوي.
نوموړي چې نن په بروکسېل کې د ناټو د غړیو هېوادونو د مشرانو له غونډې مخکې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، ناټو په مستقیم ډول له امریکا او ترکیې سره د کابل نړیوال هوايي ډګر د ساتلو پر څرنګوالي خبرې کوي.