مالیې وزارت نن شنبه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ۱۴۰۱ مالي کال بودیجه یې د وزیرانو شورا د مصوبې پر بنسټ او د ا.ا د مشرتابه له تایید وروسته، ترتیب او اعلان کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د سږ کال ملي بودیجه ۲۳۱ میلیارده افغانۍ ټاکل شوې ده. د یاد وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، له دې بودیجې څخه ۲۰۳ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۲۷.۹ میلیارده افغانۍ یې پراختیايي بودیجه ده چې له کورنیو عوایدو څخه ترتیب شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد وزارت زیاتوي که څه هم په ځانګړې شوې کلنۍ بودجه کې ۴۴ میلیارده افغانۍ کسر لري، خو ټینګار یې کړی چې دوی به د کال تر پایه په یادې بودیجې خپلې چارې مخته یوسي.
د مالیې وزارت ویلي چې د نوي مالي کال بودیجه د وزیرانو شورا لهخوا تصویب او د ا.ا مشرتابه تایید کړې ده. تېر کال د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني او ولسي جرګې ترمنځ له ګڼو جنجالونو وروسته تایید شوه.
د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د افغانستان ټوله ملي بودیجه څه باندې ۴۷۳ میلیارده افغانۍ وه چې ۳۱۱ میلیارده یې عادي او ۱۶۱ میلیارده افغانۍ یې هم پراختیايي بودیجه وه.
د دغې بودیجې شاوخوا ۲۱۶ میلیارده افغانۍ د افغانستان له داخلي سرچینو او پاتې یې د بهرنیو مرستو پرمټ تامین شوې وه. د مخکیني حکومت د مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودیجې کسر نږدې ۳۷ میلیارده افغانۍ اعلان کړی و.