Asset 1SWN

بدخشان کې د خلکو په مالي ملاتړ د یوه سړک د رغولو چارې پیل شوې

c79c95d0-1c90-43d4-a081-6898e3fef6a3

د بدخشان د راغستان ولسوالي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت دغه ولسوالي کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د رغولو چارې پیل کړي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د اطلاعاتو امر حکمت‌الله محمدي سلام‌وطندار ته ویلي، دغه سړک چې د یادې ولسوالي «بېکادر» سیمې څخه «بازار زیرکي» ته غځېدلی او ۱۵ کیلومټره اوږدوالی لري، د سیمو د خلکو په شخصي لګښت جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د یاد سړک د رغېدو پر چارو دوه میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د یادې ولسوالي د اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې د بدخشان د راغستان درې‌ګونې ولسوالۍ د یاد ولایت له هغو اداري واحدونو دي چې لاره یې خرابې او مسافر د تګ‌راتګ پر مهال له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې د هېواد په نورو سیمو کې هم خلکو په خپل شخصي لګښت سرکونه، ښوونځي او نورې عامه ودانۍ جوړې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام