د غزني «سردې بند» کې د ا.ا دوه سرتیري د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي.

د غزني د امنیې قومنداني ویاند ابوخالد سرحدي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي چې د ا.ا دغه دواړه سرتیري پرون ناوخته د یاد ولایت «سردې بند» کې د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ابوخالد سرحدي زیاتوي چې مړه شوي سرتیري نصرت‌الله او عبدالملک نومېږي او د غزني د «اندړ» ولسوالي د بابرزک د کلي اوسېدونکي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سردې بند د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې ده چې له دې وړاندې په اختر کې هم یو کس دغه بند کې د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام