Asset 1SWN

سرپُل کې یو ښوونځی د څارویو پر «څړځای» بدل شوی

Kohestanat 11

د سرپُل د کوهستانات ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولسوالي په «اختیار» سیمه کې د محلي مسوولانو د نه پاملرنې له کبله یو دولتي ښوونځی د څارویو پر څړځای بدل شوی دی.

د کوهستانات ولسوالي اوسېدونکي زیاتوي چې سیمه کې یې یوازې په نوم ښوونځی شتون لري، خو ښوونکي یې له حکومت معاشونه اخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کوهستانات ولسوالي اوسېدونکي نسیم سلام‌وطندار ته وویل: «د هغو کسانو مخه باید ونیول شي چې له حضور پرته ښوونځیو کې معاشونه اخلي. پر ښوونځیو باید نظارت وشي، مونږ غواړو چې اولادونه مو ښوونځي ته لاړ شي، نه دا چې ښوونځی د څارویو د تربیې په ځای بدل شي.»

په ورته وخت کې د کوهستانات ولسوالي یو بل اوسېدونکی عبدالقدیر سلام‌وطندار ته ویلي، سره له دې چې د «اختیار» سیمې ښوونځی غیرفعاله دی، خو خیالي ښوونکي لاهم معاشونه ترلاسه کوي.

له دې سره اسلامي امارت څخه غواړي چې د اداري فساد مخه ونیسي او د دغې ولسوالي د پوهنې برخې ته جدي پام وکړي.

هغه وویل: «زمونږ ولسوالي کې یوازې په نوم ښوونځی دی، ودانۍ یې شته، خو سره له دې چې زده‌کوونکي او ښوونکي نه‌لري مګر د ښوونکو معاشونه یې اجرا کیږي. دا د کوهستانات ولسوالۍ خلکو سره لویه جفا ده. اسلامي امارت یې باید مخه ونیسي.»

په همدې حال کې د سرپُل د پوهنې ریاست مسوولان کوهستانات ولسوالي کې په څړځای د «اختیار» لومړني ښوونځي بدلېدل نه ردوي او وايي، د دغه ښوونځي د وضعیت ارزولو لپاره سیمې ته پلاوی ور استوي.

د سرپُل د پوهنې رییس محمدرحماني د کوهستانات ولسوالي ښوونځیو کې د خیالي زده‌کوونکو او ښوونکو د حضور ادعاوې بې‌اساسه بولي.

نوموړي وویل: «ټول موارد نه ردوم. کله چې یو ښوونځی ښوونکی ونه‌لري، زده‌کوونکي ونه لري، ملازیم ونه لري، د هر څه امکان شته. یوازې دومره وایمچې خیالي ښوونکي نه‌شتون، څه باندې لس کاله کیږي چې هلت هچا د پوهنې کارکوونکي په توګه کار نه دی کړی.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته وخت کې د سرپُل قومي مشران د پوهنې برخه کې د فساد د مخنیوي غوښتنه کوي او د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د ماشومانو برخلیک ته پاملرنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام