د زابل د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د نوبهار ولسوالي په فقیرزو او د شینکۍ په اکازو کلیو کې یې چې سره څنګ‌په‌څنګ پراته دي، په لومړي ځل د زده‌کوونکو پر مخ د یوه ښوونځي دروازه پرانېستې ده.  

دغه کلي له ۴۰۰ ډېرې کورنۍ ژوند کوي او ماشومان یې له زده‌کړو بې‌برخې وو، خو د زابل د پوهنې ریاست تازه په‌کې د ماشومانو پر مخ یو ښوونځی پرانېستی او د مسوولانو په وینا، ټاکل شوې د یوې اوونۍ په اوږدو کې په‌کې په رسمي ډول ښوونیز بهیر هم پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د زابل د پوهنې رییس محمدعثمان حریت چې یادو سیمو ته ورغلی، وايي چې هلته یې د یادو کلیو له سپین‌ږیرو سره ژمنه کړې چې لپاره به یې نه یوازې ښوونځی پرانېزي، بلکې ښوونکي به ورلېږي او د یوه پروګرام له لارې به یې ښوونځي ته ودانۍ هم جوړې کړي.

په همدې حال کې د فقیرزو او اکازو کلیو اوسېدونکي هم په دغو سیمو کې د ښوونځي په پرانېستل کېدو خوښي ښيي او ژمنه کوي چې خپل ماشومان به د عصري او دیني زده‌کړو ترلاسه کولو په موخه ورولېږي.

دوی د دغه ښوونځي او په‌کې د زده‌کړو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي او وايي، د دوی ماشومان هم حق لري چې د نورو سیمو د ماشومانو په څېر ښوونځي ته ولاړ شي او زده‌کړې وکړي.

 د فقیرزو او اکازو سیمې چې د زابل د نوبهار او شینکۍ ولسوالیو اړوند دي، له مرکز کلات ښار څخه لسګونه کیلومټره لرې پرتې دي او له غزني ولایت سره هم ګډه پوله لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سره له دې چې په تېرو شلو کلونو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ماشومانو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې وې، خو د دغو کلیو ماشومانو تراوسه زده‌کړو ته لاسرسی نه درلود او له دغه حق څخه بې‌پرخې پاتې وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام