د زابل د پوهنې رييس نصرالله زاهد سلاموطندار ته ویلي چې دغه ښوونځی يې د مرکز کلات اړوند په نوخېز سیمه کي له ۲۰ کلونو تړل کېدو وروسته بیا پرانېستی دی.
د نوموړي په وینا، اوس ۳۰۰ زدهکوونکي کولای شي په یاد ښوونځي کې زدهکړې وکړي او په وینا یې، په راتلونکي کې به یې لپاره ودانۍ هم جوړه کړي.
زاهد وايي، یاد ښوونځی په ځینو نامعلومو دلایلو تړل شوی و، خو اوس د ځایي خلکو په همکاري وتوانېدل چې بېرته یې د زدهکوونکو پر مخ پرانېزي.
د سیمې خلک هم د یاد ښوونځي په پرانېستل کېدو خوښي څرګندوي او وايي، دوی تیار دي چې د خپلو ماشومانو د راتلونکې لپاره ښوونځي وساتي. زابلیان له دولت نه هم غواړي چې نه یوازې د نورو ښوونځیو د پرانېستلو لپاره لاس پهکار شي، بلکې د زدهکوونکو لپاره د ودانیو په ګډون، د زدهکړې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
د زابل د پوهنې ریاست مسوولان هم وايي چي که د خلکو همکاري ورسره وي، پلان لري چې په نوي مالي کال کې د ۶۳ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړي.