د زابل روغتيايي مسوولان وايي چې په تېرو شپږو ورځو کې د دغه ولايت په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې په بېلابېلو ټرافيکي پېښو کې يو تن وژل شوى او ٣٤٩ نور ټپيان شوي دي.

د زابل د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي سلام‌وطندار ته وویل چې په تېرو شپږو ورځو کې د دغه ولایت په مرکز کلات ښار او شاجوی او صفا ولسوالیو کې د کابل-کندهار د لویې لارې په اوږدو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د زابل د عامې روغتیا رییس وایي، په ټپیانو کې ۴۰ ماشومان هم شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شپږو ورځو کې د زابل ترڅنګ په يو شمېر نورو سویلي ولايتونو کې هم لسګونه ټرافيکي پېښې رامنځته شوې چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خلک او مسوولان د دغو پېښو لامل د موټر چلوونکو له خوا د ټرافیکي قوانینو نه مراعتول او د هغوی بې‌احتیاطي په ګوته کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام