د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حقبیان سلاموطندار ته ویلي چې بېګاه شپه وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت د «شهرصفا» ولسوالي پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې له امله یې د دې ولسوالي د امنیه قومندانۍ د قرارګاه قومندان له څلورو پولیسو سره وژل شوي دي.
حقبیان وایي چې په دې نښته کې ۷وسلهوالو طالبانو هم وژل شوي او یوشمېر سپکې او درنې وسلې یې د امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.
په ورته مهال د زابل امنیتي مسوولان تاییدوي چې وسلهوالو طالبانو بېګاه شپه د دغه ولایت د «شهرصفا» ولسوالي پر یوشمېر پوستو بریدونه کړي او د دواړو لوریو ترمنځ جګړه هم رامنځ ته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه هم وسلهوالو طالبانو د کلات ښار پر یوشمېرکمربندي پوستو برید کړی و چي له کبله یې د زابل د عملیاتي کنډک رئیس ارکان محمدنسیم توخي او یو پولیس وژل شوي وو.
وسله والو طالبانو ویلي چې دغه بریدونه د دوی جنګیالیو کړي او رسنیو ته يې په یوه استولي پیغام کې څرګنده کړې چي افغان سرتېرو ته يې درنه مرګژوبله اړولې ده.
په کوچني اختر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ له درې ورځني اوربند وروسته د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د وسلهوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړو زور اخیستی چې د افغانانو اندېښنې یې راپارولي دي.
- د کلات ښار امنیتي وضعیت په اړه د زابل د ولایتي شورا اندېښنې
- زابل او پروان کې ماین چاودنو ۱۲ملکيان وژلي
- زابل کې طالبانو ۵ پوليس وژلي او ۶ يې ټپيان کړي
دوی حکومت ګرم بولي چې د خلکو د امنیت خوندیتوب لپاره یې څه نه دي کړي او د وضعیت ښه والي په اړه یوازې تشې ژمنې ورکوي. خو امنیتي بنسټونه بیا خلکو ته ډاډ ورکوي چې د دوی امنیت به خوندي کوي او په وینا یې، وسلهوال طالبان د دې توان نه لري چې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه وکړي.