Asset 1SWN

د زابل د ولایتي شورا پر رییس موټربم برید شوی

128445478_828582107905948_1310278644551664712_o-270x152

د زابل امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د ولایتي شورا پر رییس موټربم برید شوی چې له کبله یې ۲ کسان وژل شوي او د ولایتي شورا د رییس په ګډون ۱۳ نور ټپیان دي.

د زابل امنیه قوماندان حکمت کوچي سلام‌وطندار ته وویل چې نن سهار لس بجې یوه کس خپل کرولا ډوله موټر د ولایتي شورا د رييس عطاجان حق‌بیان له موټر سره جنګولی دی.

دغه پېښه د مزکز کلات ښار په زړه کې امنیې قومانداني ته څېرمه شوې ده.

د کوچي په خبره، په دې چاودنه کې د ولایتی شورا رييس عطاجان حق‌بیان او د هغه یو ساتونکی ټپیان دي.

یوه بله سرچینه بیا وايي چې د عطاجان حق‌بیان یو ساتونکی او یو ولسي وګړی په دغې چاودنه کې وژل شوي هم دي.

د زابل د مرکزي روغتون یو ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط وايي، تراوسه ۱۱ ټپیان چې ښځې او ماشومان په‌کې شامل دي، روغتون ته ور وړل شوي دي.

تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام