Asset 1SWN

زابل کې ټرافیکي پېښې ۱۴ کسان مړه کړي

Zabul-4-p64i0a53dzyxfcxlap1rusyhe8kjchafi8fxgyfa98

د زابل د والي سکرټر عبدالحکیم حاکمي سلام‌وطندار ته ویلي چې دا ټرافیکي پېښه پرون مازدیګر د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې له یوه ټونس سره د ۴۰۴ ډوله موټر د ټکر له امله شوې ده.

د نوموړي په وینا، په دې ټرافیکي پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د زابل د ولایتي روغتون سرطبیب نذیر حریفال وايي، ټپیان روغتون ته ور وړل شوي چې د دوو هغو روغتیايي وضعیت نازک دی.

که څه هم د زابل د ټرافیکو مسوولان د دې پېښې لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي یادوي، خو موټرچلوونکي د لویو لارو خرابوالی د ټرافیکي پېښو اصلي لامل بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام