د هرات روغتیايي مسوولان وايي چې د هرات-کندهار پر لویې لارې یوې ټرافیکي پېښې ۵ کسان مړه کړي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزي سلاموطندار ته ویلي چې دا پېښه بېګاه ماښام د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالي کې د دوو مسافروړونکو موټر د ټکر له کبله شوې ده.
د نوموړي په وینا، په مړو شویو کسانو کې ۳ نارینه او ۲ ښځې او په ټپیانو کې ۱۱ نارینه، ۶ ښځې او ۳ ماشومان شامل دي.
هغه وايي، ټول ټپیان د هرات ښار او ادرسکن ولسوالي روغتونو ته لېږدول شوي چې د ۹ ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د ادرسکن ولسوال علياحمد فقیریار هم سلاموطندار ته ویلي، یاده پېښه بېګاه ماښام د دې ولسوالي په «مهاجرین» سیمه کې د یوې سراچې او کرولا ډوله موټرو د ټکر له امله شوې ده.
هغه وايي چې په پېښه کې ۵ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د ادرسکن ولسوال زیاتوي چې یاده پېښه د موټرچلوونکو د بېغورۍ او نامسلکيوالي له کبله شوې ده.
فقیریار د ادرسکن ولسوالي پر لویې لارې د ټرافیکي پېښو د ډېروالي په اړه اندېښنه ښيي او د هرات له محلي چارواکو، په ځانګړي ډول د ټرافیکو له مدیریت نه غواړي چې نامسلکي موټرچلوونکو ته پر یادې لویې لارې د تګراتګ اجازه ور نه کړي.