د سپینې لکړې نړیواله ورځ؛ «افغانستان کې معلولان له پامه غورځېدلي»

نن د اکټوبر ۱۵مه چې د تلې میاشتې له ۲۳مې سره برابره ده، په ټوله نړۍ کې د سپينې لکړې یا د ړندو نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي.
افغانستان کې دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې د نارسمي شمېرو له ‌مخې، اوس نږدې نیم میلیون معلولان د ژوند له سخت کړاو سره مخامخ دي.

له حکومتونو ناهیلي؛ روزګانیانو د روزګان‌-‌کندهار لویې لارې رغولو ته مټې رابډوهلې

د کندهار او روزګان اوسېدونکو له کلونو راهیسې د روزګان‌-کندهار لویې لارې چې ۱۷۳ کیلومټره ده، د رغولو لپاره له حکومتونو غوښتي چې یاده لاره ورته ورغوي، خو چا یې غږ نه‌دی اورېدلی.
تازه روزګانیانو د یوه سوداګر بورجان ذهين په مشري را ټول شوي، پیسې یې را غونډې کړي او هڅه کوي تر ژمي مخکې یاده لاره د موټرو تګ‌راتګ ته چمتو کړي.

ذبېح‌الله مجاهد: د نجونو ښوونځي به هرومرو پرانېستل کېږي

د ا.ا د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د دیني عالمانو په اوومه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی، نن یې په یاده غونډه کې وینا کړې ده.
هغه په دې نړیواله غونډه کې ویلي چې افغانستان کې به له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي هرومرو پرانېستل کېږي.

بغلان کې یوه کس خپله امیندواره مېرمن وژلې

د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې یوه کس نن سهار په دغه ښار کې خپله مېرمن وژلې ده.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د پلخمري ښار د لومړۍ ناحیې اړوند په «بمبه» سیمه کې شوې ده.

له زده‌کړو بې‌برخې زابلیان؛ د زابل دوو سیمو کې په لومړي ځل یو ښوونځی پرانېستل شو

د زابل د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د نوبهار ولسوالي په فقیرزو او د شینکۍ په اکازو کلیو کې یې چې سره څنګ‌په‌څنګ پراته دي، په لومړي ځل د زده‌کوونکو پر مخ د یوه ښوونځي دروازه پرانېستې ده. دغه کلي له ۴۰۰ ډېرې کورنۍ ژوند کوي، خو ماشومانو یې تراوسه زده‌کړو ته لاسرسی نه درلود.

د ا.ا د چارواکو پر ویزو بندیز؛ «امریکا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پلمې لټوي»

اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې د امریکا له لوري یې پر چارواکو د ویزو بندیز پر وړاندې غبرګون ښودلی او دا پرېکړه یې غندلې ده.
په دې خبرپاڼه کې چې د ا.ا د ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر ټویټر خپره شوې لیکل شوي چې امریکا دا پرېکړه پر افغانانو د زړه‌خوږي له مخې نه‌ده کړې، بلکې په وینا یې، امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پلمې لټوي.