Asset 1SWN

هند نړیوال جام کې په ۵۶ منډو نیدرلنډ ته ماته ورکړه

348297

د اسټرالیا په کوربه‌توب د کرېکت شل اووره نړیوال جام سوپر ۱۲ پړاو کې نن د هند کرېکت ملي لوبډلې د ۵۶ منډو په توپیر د نیدرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.

د هند کرېکټ ملي لوبډلې په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د دوو لوبغاړو په سوځېدو نیدرلنډ ته د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هند لپاره په توپوهنه کې ویرات کوهلي ناسوځېدلې ۶۲ او سوریا کومار یاډوف ناسوځېدلې ۵۱ منډې وکړې.

نیدرلنډ لوبډلې د هند له لوري د ورکړل شوي هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او د نهه لوبغاړو په سوځېدو یې په ټاکل شویو شلو اورونو کې ۱۲۳ منډې جوړې کړې.

هندۍ لوبډله په دې بریا سره په خپل ګروپ کې په څلورو امتیازونو سره لومړی او سوېلي افریقا دویم ځای خپل کړی دی. بنګلدېش درېیم، زمبابوې څلورم، پاکستان پنځم او نیدرلنډ هم په ترتیب له درېیم تر شپږم ځایونه خپل کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له یاد ګروپ څخه به نن زمبابوې او پاکستان سره لوبه وکړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام