د کندهار د سپینبولدک ولسوالي اړوند سیمه کې په ۷۵،۶ میلیونه افغانیو د پنځه کیلومټره استنادي دیوال د جوړېدو چارې پيل شوې.
د یاد استنادي دیوال د جوړېدو چارې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست محمدیونس اخندزاده لهخوا «یکشنبه، لیندۍ پنځمه» پرانېستل شوې.
دغه استنادي دیوال چې د سپینبولدک د کڅۍ زیارت ته نږدې «کدني سیند» غاړې ته جوړېږي، مالي لګښت یې د مالیې وزارت له لوري ورکول کېږي.
په ورته مهال یاد استنادي دیوال د ترکزو، محبوبخان، قاضیانو او ندو کهول کلیو اوسېدونکو په غوښتنه د شپږو میاشتو په موده کې جوړېږي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست محمدیونس اخندزاده د یاد استنادي دیوال د جوړېدو چارو د پرانېستې پر مهال همداراز وویل چې سرپرست حکومت د قوشتېپې کانال په څېر سترې پروژې تر لاس لاندې لري.
د نوموړي په وینا، تر راتلونکو درېوو مياشتو به د بدخشان-چين ترمنځ د جوړېدونکي سړک چارې هم بشپړې شي.
هغه ټينګار وکړ چې د سرپرست حکومت له لوري د روانو او پیلېدونکو ټولو پروژو لګښت د کورنیو عوایدو څخه ورکول کېږي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ورته پروژې پلې شوي او اوسېدونکي یې له مسوولانو غواړي چې دغه ولایت کې نورې رغنیزې پروژې هم پلې کړي.