Asset 1SWN

کندهار کې په ۲۲ میلیونه افغانیو د یوه سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

ععععععععععععععععععععععععععع

په کندهار ښار کي د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷۸۷ متره سړک چې ۱۳.۶ متره پراخوالي لري د رغولو چارې یې پیل شوې.

دغه دوه  مهم سړکونه چې د درېیمې ناحيې اړوند د بای‌پاس عمومي سړک او د دارالمعلمين عمومي سړک سره نښلوي، د رغېدنې چارو پیل سره یې ۱۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

‏د کندهار ښاروال حسن حاجي سلا‌م‌وطندار ته وايي چې ياد سړک ۷۸۷ متره اوږدوالی چې ټول لګښت یې د کندهار ښاروالي له لوري ورکول کېږي.

حسن حاجي زیاته کړه چې یاده پروژه یې د کندهار ښار د پراخوالي او خلکو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه پیل کړې ده.

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ورته رغنیزې پروژې پیل او بشپړې شوې چې خلکو ته یې ګڼ‌شمېر اسانتیاوې هم رامنځته کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغه ولایت د کندهار له محلي مسوولانو غواړي چې دغه ولایت کې ورته نورې پروژې هم پلې کړي چې له یوې خوا به خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بل لوري به ښار اباد شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام