د ګیان زلزله‌ځپلي: دویم ژمی راروان دی، خو لاهم سرپناه نه‌لرو

د پکتیکا د ګیان ولسوالي یو‌شمېر زلزله‌‌ځپلې کورنۍ وايي چې د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره لاهم ورته سرپناه نه‌ده جوړه شوې او خېمو کې ژوند کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، د تېر کال ژمي پر مهال د سرپناه نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو او په وینا یې، لوړ عمر لرونکي او ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي او ځینو یې خپل ژوند هم له لاسه ورکړ.

د خوړو نړیوال پروګرام یو میلیون افغانانو ته مرستې لپاره ۱۶ میلیونه ډالر غوښتي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره ۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام نن پنج‌شنبه د نومبر ۱۶مه پر اېکس «ټوېټرپاڼه» په یوې ویډیو کې ویلي چې څه باندې یو میلیون افغانانو ته د مرستو لپاره ۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

روان کال امریکا کې له ټېک‌ټاک د خبرونو لیدنه زیاته شوې

د «pew» په نوم یوه څېړنیز مرکزامریکا کې د یوې نوې سروې له مخې موندلې چې دغه هېواد کې د ټېک‌ټاک له لارې د ورځنیو خبرونو د لیدونکو شمېر لوړ شوی دی.

دې څېړنیز مرکز په خپلې دې سروې کې ویلي چې تېر کال دغه هېواد کې ۲۲ سلنه خلکو د ټېک‌ټاک له لارې له ورځنیو خبرونو ځان خبراوه، خو سږکال ۲۰۲۳ دغه شمېر ۴۳سلنې ته لوړ شوی دی.

اردوغان: اسراییل یو «ترهګر دولت» دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان جرمني ته له یوه مهم سفر وړاندې اسراییل یو ترهګریز دولت بللی او پر غزې د اسراییلو بریدونه یې غندلې دي.

نوموړي پرون چهارشنبه د نومبر ۱۵مه ویلي چې د لوېدیځ په ملاتړ د حماس پر وړاندې د اسراییلو عملیات د بشریت تاریخ ټولو ستر خیانت دی.

کندهار کې په ۲۲ میلیونه افغانیو د یوه سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

په کندهار ښار کي د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷۸۷ متره سړک چې ۱۳.۶ متره پراخوالي لري د رغولو چارې یې پیل شوې.

دغه دوه  مهم سړکونه چې د درېیمې ناحيې اړوند د بای‌پاس عمومي سړک او د دارالمعلمين عمومي سړک سره نښلوي، د رغېدنې چارو پیل سره یې ۱۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

 سوېلي افریقا نن اسټرالیا سره دویمه نیمه پای‌لوبه کوي

د هند په کوربه‌توب د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام په دویمه نیمه پای‌لوبه کې د سوېلي افریقا کرېکت ملي لوبډله نن د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن پنج‌شنبه د نومبر۱۶مه د هند د کلکتې «اېډن ګارډنز کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

غور کې ورزشکارانو له نشې د روږدو کسانو د راګرځولو کمپاین پیل کړی

غور کې یوشمېر لوبغاړو له نشه‌يي توکو د روږدو کسانو راګرځولو په موخه له تېرو دوو اوونیو راهیسې د عامه پوهاوي کمپاین پيل کړی دی.

د سوک‌وهنې لوبغاړی عبدالقاسم فردوسي او د بېلابېلو ورزشي برخو یوشمېر لوبغاړي د غور مرکز فېروزکوه ښار کې د هریرود سیند غاړې ته چېرته روږدي کسان نشه‌يي توکي کاروي، ورغلي، څو د نشه‌يي توکو له کارونې یې راوګرځوي.

د پکتیکا ارګون کې د لومړي ځل لپاره د برښنايي پېژندپاڼو څانګه پرانېستل شوه

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ارګون ولسوالي کی د لومړي  ځل لپاره د برښنايي پېژندپاڼو یوه څانګه پرانېستل شوه چې د یاد ولایت د نهو ولسواليو اوسېدونکو ته به هم په‌کې پېژندپاڼې ووېشل شي. د نوموړي په وینا، د دې مرکز په جوړېدو سره به یادې او ورڅېرمه ولسوالیو کې د برښنايي پېژندپاڼو اړوند ستونزې هوارې شي.