Asset 1SWN

هلمند کې د سترګو پر ناروغیو د ۵۰۰۰ اخته ناروغانو درملنه پیل شوه

هلمند سترګې

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه په بُست خصوصي روغتون کې د سترګو پر ناروغیو د ۵۰۰۰ اخته ناروغانو درملنه پیل شوې او لس ورځې به دوام وکړي.

د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید وايي، د عامې روغتیا وزارت له‌خوا دغه ولایت ته یو پنځه‌کسیزه ډله ورغلې او د سترګو ناروغیو د تشخیص تر څنګ په‌کې په وړیا ډول ځینې کوچي عملیات هم کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاتوي: «د ټول‌ټال ۵۰۰۰ کسانو درملنه کوي چې ۲۵۰ یې عملیات او پاتې هغو ته به عینکې او درمل ورکول کېږي.» د سعید په وینا، یوازې پرون ۷۰ ناروغانو ورته نوملیکنه کړې چې له ډلې یې د ۴۲ هغو سترګې عملیات شوې دي.

په همدې حال کې د بُست خصوصي تدریسي روغتون عمومي مدیر سلیم سنجراني وايي، په یاده پروسه کې د هغو ناروغانو نوملیکنه کوي چې سترګې یې عملیات کېږي او یا هم درملو ته اړتیا لري. هغه زیاتوي: «په هلمند کې دا دویم ځل دی چې دغه ډاکټران راځي او دلته د خلکو د سترګو درملنه کوي؛ پایله یې مثبته ده.»

بله‌خوا یوشمېر هغه ناروغان چې د سترګو عملیات یې کړی، ټینګار کوي چې په هلمند کې دې ورته نور روغتیايي خدمتونه هم دوامدار او زیات شي. اخترمحمد او محمدخان وايي:

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

«له تېرو دوو کلونو راهسي مې د یوې سترګي لید کمزوری و، خو دلته راغلی یم او یوه سترګه مې تېره ورځ عملیات کړه. هیله‌مندي شته چې ښه به شي.»

«موږ له دغو خدمتونو ډېر خوښ یوو. درې کاله کېږي چې پر سترګو مې پردې راغلي. تېره ورځ یې دا یوه سترګه راته عملیات کړه؛ نن د بلې سترګې عملیات لپاره راغلی یم.»

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند تر څنګ، د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د سترګو پر ناروغي د اخته کسانو وړیا درملنه شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام