Asset 1SWN

زابل کې د سترګو ۲۰۷۱ ناروغانو وړیا درملنه او عملیاتونه کېږي

د سترګو ناروغي

زابل کې د یوې موسسې له لوري د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو د ۳۳۵ سترګو ناروغانو د وړیا درملنې لړۍ پیل شوه.

دغه لړۍ چې نن شنبه د لړم ۲۰مه پیل شوه، تر راتلونکې یوې میاشت به دوام وکړي. په دې موده کې به د سترګو  ۲۰۷۱ ناروغان وکتل شي چې له ډلې به یې ۳۳۵ کسانو ته د سترګو وړیا عملیاتونه هم وشي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه ولایت کې د «او‌‌پي‌ایچ‌سي‌‌ډي» موسسې ولایتي مسوول سمېع‌الله دانش سلام‌وطندار ته وايي چې دغه لړۍ به یوه میاشت دوام وکړي.

نوموړي وویل: «دې پروسه کې به  ۲۰۷۱ هغه زابل مېشتي معاینه شي چې د سترګو ناروغي ولري او له یادو کسانو څخه به ۳۳۵ ناروغانو ته د سترګو عملیات وشي، دا لړۍ موږ د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په ګډې همغږۍمخته وړو.»

د زابل د خاک‌افغان ولسوالي اوسېدونکی ۷۸کلن وکیل‌ خدای‌داد چې د سترګو کم‌لید څخه کړېږي، سلام‌وطندار ته وویل، کلات ښار ته په دې هیله راغلی چې د سترګو وړیا درملنه به یې وشي.

د نوموړي په وینا، د بې‌وزلي له امله په شخصي لګښت د خپلو سترګو د درملنې توان نه‌لري. «دا یوه سترګه مې دید لري، دا بله يې نه‌لري، کابو پنځه شپږ سوه زره پور راباندې دی، خپله يې د درملنه توان نه‌لرم، ان د موټرد کرایې توان مې هم نه‌و.»

د سترګو یو‌شمېر هغه ناروغان چې دې لړۍ کې یې درملنه شوې، وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې د سترګو د درملنې توان نه‌درلود، خو په وینا یې، خوښ دي چې درملنه یې وشوه.

دوی سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دي چې له کلونو ناروغي وروسته یې اوس په وړیا توګه درملنه شوې.

د زابل اوسېدونکي شېرمحمد وویل: «زه د سیورې ولسوالي څخه راغلی یم، د سترګو مشکل مې درلود، اوس مې د سترګو عملیات وشول، د سترګو دردونه مې ورسره ښه شوي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې د سترګو ناروغانو وړیا درملنه شوې ده. تېر کال هلمند کې د سترګو د څه باندې ۴۰۰۰  ناروغانو درملنه وشوه چې له ډلې یې د ۲۱۰ هغو یې د سترګو عملیات شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام