روان کال کې څه باندې درې میلیونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د روان کال پر مهال څلور میلیونه افغان ماشومان او میندې چې څه باندې درې میلیونه یې یوازې ماشومان دي، پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.
سلام‌وطندار د کابل ښار د ماشومانو د روغتیا یا اندراګاندي روغتون کې له یوشمېر هغو میندو سره خبرې کړي چې یا خپله او یا یې هم ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د هرات یوشمېر زلزله‌ځپلي د یوې میاشتې په تېرېدو سره لا هم پر ډاګ ژوند کوي

په هرات کې له خونړۍ زلزلې ۳۵ ورځې تېرېږي، خو د دغه ولایت د زنده‌جان ولسوالي په ځینو سیمو کې یوشمېر زیانمن شوي کسان شکایت کوي چې د حکومت له لوري ورته اړین خدمتونه نه‌دي برابر شوي. دوی وايي، خیمو ته لاسرسی نه لري او تر پلاسټیکي ټوټو او ترپالونو لاندې شپې او ورځې تېروي.

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان د افغان کډوالو له اېستلو سیاسي ګټه‌ اخلي

د بښنې نړیوال سازمان وايي چې پاکستان له دغه هېواده د افغان کډوالو  له اېستلو سیاسي ګټه‌اخلي او ژر تر ژره دې د کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي.

دې سازمان په یوې خبرپاڼه کې د افغان کډوالو ساتنې لپاره د مرکزونو پر جوړېدو هم نیوکه کړې او په وینا یې، دې مرکزونو کې د مدافع وکیلانو او د کډوالو د کورنیو غړیو سره د اړیکې نیونې حق ترې اخیستل شوی دی.

زابل کې د سترګو ۲۰۷۱ ناروغانو وړیا درملنه او عملیاتونه کېږي

زابل کې د یوې موسسې له لوري د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو د ۳۳۵ سترګو ناروغانو د وړیا درملنې لړۍ پیل شوه.

دغه لړۍ چې نن شنبه د لړم ۲۰مه پیل شوه او تر یوې میاشت به دوام وکړي. په دې موده کې به د سترګو ۲۰۷۱ ناروغان وکتل شي چې له ډلې به یې ۳۳۵ کسانو ته د سترګو وړیا عملیات هم وشي.

ملګري ملتونه: که پر ځمکه دوزخ شتون لري، هغه د غزې شمال دی

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، د غزې شمال چې لا هم زرګونه کسان په‌کې مېشت دي، بشري مرستې نه‌شي رسولی.

اسراییلو د غزې شمال زرګونه کورنیو ته امر کړی چې سوېل ته دې کډه شي. د غزې شمال کې د اسراییلو ځواکونو ځمکني او هوايي بریدونه روان دي او وضعیت کړکېچ دی.

د لوګر د ولایتي روغتون ناروغان: ګڼه‌ګوڼې او د ځای کموالي له ستونزو سره مخامخ کړي یوو

د لوګر په ولایتي (نایب‌ امین‌الله خان لوګري) روغتون کې یوشمېر ناروغانو سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه روغتون کې د بستر شویو ناروغانو شمېر د تېر په پرتله دوه برابره شوی او شته امکانات یې لپاره بسنه نه کوي. د دوی په وینا، یاد روغتون د ناروغانو د بستر او درملنې لپاره لازم ځای نه لري او د ډاکټرانو او درملو له کمښت سره هم مخامخ دی.

هلمند ته له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو شمېر په زیاتېدو دی

د هلمند محلي مسوولان وايي چې له پاکستان څخه دغه ولایت ته د ستنېدونکو افغان کډوالو شمېر په زیاتېدو دی.

د دوی په وینا، د یاد ولایت بهرامچه ولسوالي چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرته ورځ تر بلې د راستنېدونکو کډوالو شمېر په لوړېدو دی. د تېرو ۲۶ ورځو پر مهال هغه کورنۍ چې په مستقیمه توګه هلمند ته راستنې شوي، شمېر یې ۳۴ کورنیو ته رسېږي.