د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، د غزې شمال ته چې لا هم زرګونه کسان پهکې مېشت دي، بشري مرستې نهشي رسولی.
اسراییلو د غزې شمال زرګونه کورنیو ته امر کړی چې سوېل ته دې کډه شي. د غزې شمال کې د اسراییلي ځواکونو ځمکني او هوايي بریدونه روان دي او وضعیت کړکېچ دی.
د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویاند جېنس لایرک جېنوا کې خبریالانو ته ویلي: «که چېرې د ځمکې پر سر دوزخ شتون ولري، هغه د غزې شمال دی.»
په همدې حال کې د ملګروملتونو د بشريحقونو عالي کمېشنر غزه کې د اسراییلو لهخوا د «لوړ اغېز چاودېدونکو توکو او وسلو» د کارونې له امله د څېړنو غوښتنه کړې.
د ملګروملتونو د بشريحقونو عالي کمېشنر ولکر ترک همداراز ویلي چې د یادو وسلو کارونه به د فلسطین کلابندو سیمو کې تباهي رامنځته کړي.
زرګونه کسان د غزې له شمالي سیمو سوېل ته پلې روان شوي، څو د اسراییلو له بریدونو ځانونه خوندي سیمو ته ورسوي.
الجزیرې خبري شبکې د اسراییلو د پوځ یوه ویاند له قوله راپور ورکړی چې د تېرو دوو اوونیو پر مهال څه باندې ۱۰۰زره کسان سوېل ته کوچېدلې دي.
لاهم زرګونه کورنۍ چې ښځې، ماشومان او د لوړ عمر کسان پهکې شامل دي، په پلي تګ سوېلي سیمو ته د تلو پر لار دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د دې اوونۍ په پیل کې ملګروملتونو ویلي و چې د جګړې له امله د ۲،۳ میلیونه فلسطینیانو له ډلې یې ۱،۵ میلیونه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.