Asset 1SWN

پر غزې د اسراییلو برید؛ د وژل شویو شمېر له ۱۰۵۰۰ واوښت

GettyImages-1781442950-1699439240

د فلسطین چارواکي وايي چې د اسراییلو ځواکونو د بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله ۱۰۵۶۹ فلسطینیان وژل شوي چې ۴۰سلنه یې ماشومان دي.

د نښتو او بریدونو په لړ کې ۳۳ اسراییلي سرتیري هم وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه د اسراییلو سوېل کې پر دغه هېواد ناڅاپي برید وکړ چې له امله یې ۱۴۰۰ کسان ووژل او څه باندې ۲۰۰ کسان یې له ځان سره بوتلل.

له هغه وروسته اسراییلو پر غزې بې‌دریغه بریدونه پیل کړي چې د اوربند غوښتنو سره سره ورځ تر بلې پېچلي کېږي.

تازه اسراییلو ویلي چې له څو لوریو د غزې مرکز ته نږدې شوې او د حماس ډلې له وسله‌والو سره په نښته دي. سیمه کې د نښتو زور اخیستلو له امله خلک خوندي سیمو ته د وتلو هڅې کوي او ګڼ‌شمېر کسان لا له وړاندې کوچېدلې دي.

بېګاه د اسراییلو په تازه هوايي بریدونو کې د جبالیا او صبرا کمپونه په نښه شوي چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي دي.

پر غزې د اسراییلي ځواکونو بریدونو ته د غبرګونونو په لړ کې یو‌شمېر هېوادونو پر اسراییلو د بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اسپانیا، بلجیم او ځینو هېوادونو پر غزې د اسراییلو برید نسل‌وژنه بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې پر دغه هېواد بندیزونه ولګوي،

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام