د اروپايي ټولنې کمېسیون د «فېسبوک مېټا کمپنۍ او سناپ» ټولنیزې شبکې څخه غوښتنه کړې چې د ناقانونه او زیانمنې منځپانګې څخه د ماشومانو خونديتابه په اړه دې کمېسیون ته معلومات وړاندې کړي.
یاد کمېسیون په یوې خبرپاڼه کې ویلي، مېټا او سناپ باید د ډسمبر تر لومړۍ نېټه دوی ته دا معلومات ورکړي چې څنګه له ناسمو او غلطو منځپانګو ماشومان ژغورلی شي.
دواړو شرکتونو څخه د کم عمره ماشومانو خونديتوب په اړه یاده غوښتنه یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د اروپايي ټولنې کمېسیون له یوټیوب، ټېکټاک او ګوګل هم ورته غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې د اروپايي ټولنې کمېسیون میاشت وړاندې مېټا، اېکس او ټېکټاک د ترهګرۍ، پارونکو څرګندونو او تاوتریخوالي اړوند منځپانګې په اړه د معلوماتو شریکولو غوښتنه کړې وه.
که یاد کمېسیون ته شرکتونو د قناعت وړ ځوابونه ورنهکړل، کمېسیون کولای شي چې په اړه یې څېړنه پیل کړي.
د ډیجیټال خدمتونو «DSA» په نوم د انلاین منځپانګې قانون له مخې چې تازه تصویب شوی، هغه شرکتونه چې انلاین فعالیت لري، باید د ناسمې او غیرقانوني منځپانګې لهمنځه وړو لپاره ډېرې هڅې وکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
که اړوند شرکتونه دې برخه کې پاتې راشي، نو د نوي قانون له مخې باید خپل د ۶سلنې نړیوالې تبادلې جریمه ورکړي.