Asset 1SWN

د هرات یوشمېر زلزله‌ځپلي د یوې میاشتې په تېرېدو سره لا هم پر ډاګ ژوند کوي

زلزله-در-هرات-3-qdpfajny9mpad8vev8nuoxr4frkugc25287rcbqdu0

په هرات کې له خونړۍ زلزلې ۳۵ ورځې تېرېږي، خو د دغه ولایت د زنده‌جان ولسوالي په ځینو سیمو کې یوشمېر زیانمن شوي کسان شکایت کوي چې د حکومت له لوري ورته اړین خدمتونه نه‌دي برابر شوي. دوی وايي، خیمو ته لاسرسی نه لري او تر پلاسټیکي ټوټو او ترپالونو لاندې شپې او ورځې تېروي.

د هرات د زنده‌جان ولسوالي د «میزمیزک» سيمې اوسېدونکي عبدالمجيد، رمضان او وکيل‌احمد وايي، په سيمو کې یې تر ٥٠ سلنه ډېر خلک په سړه هوا کې له خیمو پرته شپې او ورځې تېروي. دوی زیاتوي:

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

«زلزلې موږ له کوره بې‌کوره کړو، موږ ته یې ډېر زیان را ورساوه. د کومو خیمو مرسته یې چې کړې، موږ ته نه‌دي رسېدلي. په دغو باغچو کې ژوند کوو، همدا اوس مو څلور کسان ناروغان دي او د ورځې یې څو ځله روغتون ته بیایو. هېڅ درمل راته نه‌دي رسېدلي. یوازې یوه دوه بورۍ اوړه یې راکړي، بس.»

«۸۰ سلنه کورونه ویجاړ شوي او د اوسېدو نه‌دي. کمې خیمې رسېدلي، نور تر ترپال او څادر لاندې ژوند کوو. هوا سړه شوې، ماشومان سړو وهلي، سینه‌بغل کېږي، ناروغېږي.» «له ۲۵ تر ۳۰ سلنه زلزله‌ځپلیو ته خیمې رسېدلي، نورو ته نه‌دي رسېدلي. بچیان مې ناروغان وو، روغتون ته مې یووړل.»

په هرات کې مدني فعاله فرشته یعقوبي هم وايي چې د زیانمن شویو خلکو اړتیاوو ته په پام د مرستو رسولو بهیر خورا کم دی. هغه زیاتوي: «خلک اوس هم په پارکونو او تر خیمو لاندې دي. د مرستو رسولو بهیر ځنډنی دی او ډېری مرستې هغو ته ورکول کېږي چې په بشپړ ډول زیانمن شوي. بیا هم کمې دي؛ ځکه ژمی هم را نږدې دی.»

په همدې حال کې د هرات مسوولان وایي، که څه هم د ټولو زیانمنو شویو کورنیو لپاره شوې مرستې بسنه نه‌ کوي، خو په وینا یې، زلزله کې هغو ته ډېره پاملرنه نه‌ده شوې چې ډېر زیانمن شوي دي.

په هرات کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مالي مدیر عبدالسلام بارکزي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «له هغو کسانو سره چې زیانمن شوي، له اړتیا ډېره مرستې شوې، خو یوشمېر سیمې چې زلزلې ډېرې نه‌دي ځپلي، ډېره کمه مرسته ورته رسېدلې؛ لکه ترپال او کمپلې. ستونزې تر یوې کچې شته.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې تر اوسه د یوشمېر هېوادونو او کورنيو سرچينو له‌خوا د هرات له زلزله‌ځپلیو سره څه باندې ۴۰ ميليونه ډالره مرسته شوې ده. په هرات کې د شوې زلزلې له امله شاوخوا ۳۳۳۰ کورونه ویجاړ او څه باندې ۱۲زره کورنۍ ترې اغېزمنې شوې دي.

دا داسې مهال ده چې ملګرو ملتونو هم د شنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د ژمي په را نږدې کېدو سره د هرات ډېری زلزله‌ځپلي اوس هم په خیمو کې ژوند کوي او مناسبې سرپناه او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام