Asset 1SWN

د افغاني سرې میاشتې ټولنه: د سترګو ۸۸۰۰ ناروغانو ته د درملنې زمینه برابرېږي

17743656_605

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د عامه اړیکو رییس غلام‌حبیب حسن حسام نن سه‌شنبه د غبرګولي ۲۳مه کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې د ملک سلمان خیریه بنسټ افغانستان کې د البصر نړیوال بنسټ له لوري کابل او کندهار کې اړمنو ته د سترګو ناروغیو درملنې زمینه برابروي.

د نوموړي په وینا، دا مهال هغو ۸۰۰۰ ناروغانو ته چې درملو او عینکو ته اړتیا لري، د درملنې زمینه برابره شوې او ۸۰۰۰ ناروغان چې ښه وضعیت کې نه دي، جراحي عملیات به یې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حسن حسام زیاتوي چې د سترګو څلور زره ناروغان چې درملنې ته اړتیا لري او څلور زره نور چې باید عملیات شي، کابل کې دي او پاتې نور یې کندهار کې دي.

د البصر نړیوال بنسټ عمومي مدیر رضوان‌احمد بلوڅ وايي چې ښايي دغه پروګرام نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

په ورته مهال یو‌شمېر هېواد‌وال چې د سترګو له ناروغۍ ځورېږي، له مرستندویه بنسټونو غوړي چې د افغانستان روغتیا سکټور سره همکاري وکړي.

د کابل اوسېدونکی عبدالمطلب چې د خپلې درملنې لپاره د افغاني سرې میاشتې ټولنې روغتون ته راغلی وايي: «ما خپله درملنه کړې، خو د سترګې د لادرملنې توان مې نه درلود.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د البصر نړیوال بنسټ مسوولان وايي، ټاکل شوې چې د افغانستان په پنجشېر، هرات او نورو لرو پرتو سیمو کې هم بې‌وزله افغانانو ته د سترګو ناروغیو د درملنې زمینه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام