د افغانستان بانک راتلونکې سه‌شنبه ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې د روانې اوونۍ د سه‌‌شنبې «مرغومې ۲۶مه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (یک‌شنبه، د مرغومې ۲۴مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

لوګر کې ۴ کسان د نجونو په نوم له ځوانانو د پيسو اخیستو په تور نیول شوي

 د لوګر امنیې قومنداني چارواکي وایي، امنیتي او کشفي ارګانونو په پل‌علم ښار کې هغه څلور کسان نیولي چې د خواله رسنیو له لارې یې د نجونو په نوم له خلکو پیسې اخیستې.

د لوګر د امنیې قومنداني ویاند  احمدالله انس سلام‌وطندار ته ویلي، نیول شوي کسان د لوګر ولایت اصلي اوسېدونکي دي او له اوږدې مودې راهیسې یوشمېر ځوانان د نجونو په نوم د فېسبوک او وټسپ اکونټونو په لرلو سره تېر ایستلي وو.

کندهار کې د هېواد په کچه یوازینۍ «سیار تله» فعاله شوه

د ټولګټو وزارت له‌خوا په کندهار کې د باروړونکو موټرو د وزن کنټرول په موخه د لومړي ځل لپاره د هېواد په کچه یوازینۍ «سیار تله» فعاله کړه.

په سوېل لوېدیځ زون کې د ټولګټو وزارت د پروژو تخنیکي مسوول انجینیر شېرحسن خوشیوال وايي چې دغه ولایت کې یې یاده سیاره تله د ریاست‌الوزرا د حکم پر بنسټ فعاله کړې ده.

شنونکي: برېټانیا هڅه کوي نړۍ سره د ا.ا د ادغام پروسه ساده کړي

د افغانستان لپاره د برېټانیا شارژدافیر د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره تر لیدنې وروسته ویلي، دغو لیدنو کې یې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا د وروستي پرېکړه‌لیک د پلي‌کېدو لپاره پر وروستيو ګامونو خبرې کړي.

د ویزې غوښتنه؛ پاکستان د افغان موټرچلوونکو پرمخ د تورخم دروازه وتړله

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون سلام‌وطندار ته وايي چې د تورخم دروازه له «شنبې شپې» راهیسې د پاکستان له‌خوا د ټرانزیټ پر مخ تړل شوې.  

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان د تورخم دروازه د باروړونکو موټرو د پاسپورټ او ویزې غوښتنې په دلیل تړلې.

د هلمند بولان زراعتي فارم کې کروندګرو ته د شنوخونو په اړه پوهاوی ورکول کېږي

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند بولان څېړنیز زراعتي فارم کې د شنو خونو په اړه کروندګرو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي.

د مسوولانو په وینا، دغه پوهاوی د ځینو کرنیزو توکو د ښه حاصل ترلاسه کولو په موخه ورکول کېږي.