Asset 1SWN

تاریخي لوبلړۍ؛ افغانستان نن هند سره دویمه لوبه کوي

373861

د افغانستان او هند کرېکټ ملي لوبډلې نن «یکشنبه، مرغومې ۲۴مه» د درېوو شل اووره سیالیو د تاریخي لوبلړۍ دویمه لوبه کوي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به یاده سیالي نن ۶:۰۰ د هند د انډوور «هولکر کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې که څه هم ښه ولوبېده، خو هغه شان چې په‌کار وه، راښکاره نه‌شوه. هند په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه.

د افغانستان او هند کرېکټ ملي لوبډلو له دې وړاندې یوازې د شل اووره نړیوال جام او اسیا جام شل اووره فرمټ کې سره مخ شوي او دا لومړی ځل دی چې شل اووره لوبلړۍ کوي.

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره بیا بد خبر دا دی چې د یادې لوبډلې پیاوړی لوبغاړی راشدخان به د ملا ټپ له کبله په دې لوبلړۍ کې ونه‌لوبېږي.

بل‌خوا د هند کرېکټ ملي لوبډلې توپ‌وهونکی ویرات کوهلي چې لومړۍ لوبه کې نه‌وو، نن به د افغانستان پر وړاندې سیالي کې راښکاره شي.د افغانستان او د هند کرېکټ ملي لوبډلو دوه مینوال چې یوه بل ته یې غېږه ورکړې.

افغانستان تراوسه په شل اووره سیالیو کې هند ته ماته نه‌ده ورکړې او کېدونکې لوبلړۍ کې به هڅه وکړي چې د لومړي ځل لپاره کوربه لوبډلې ته ماته ورکړي.

خو د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ته ښه خبر دا دی چې همدا څو میاشتې وړاندې د هند په کوربه‌توب د پاکستان او انګلستان په څېر لوبډلې په ګونډو کړې او هند ته به هم پر همدې تګ‌لارې ډګر ته ښکته کېږي.

د هندۍ او افغان لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو شل اووره سیالیو کې هند برلاسېده او څلور لوبې یې ګټلي، یوه د باران له کبله لغوه اعلان شوې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د درېوو شل اووره سیالیو کېدونکې لوبلړۍ به د روانې جنورۍ پر ۱۱مه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۷مې به دوام وکړي. لومړۍ لوبه به موهالي، دویمه به اېنډور او درېیمه سیالي به په بنګلور کې ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام