Asset 1SWN

لوګر کې ۴ کسان د نجونو په نوم له ځوانانو د پيسو اخیستو په تور نیول شوي

afghanwomensocialmedia1

 د لوګر امنیې قومنداني چارواکي وایي، امنیتي او کشفي ارګانونو په پل‌علم ښار کې هغه څلور کسان نیولي چې د خواله رسنیو له لارې یې د نجونو په نوم له خلکو پیسې اخیستې.

د لوګر د امنیې قومنداني ویاند  احمدالله انس سلام‌وطندار ته ویلي، نیول شوي کسان د لوګر ولایت اصلي اوسېدونکي دي او له اوږدې مودې راهیسې یوشمېر ځوانان د نجونو په نوم د فېسبوک او وټسپ اکونټونو په لرلو سره تېر ایستلي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

انس زیاته کړه، یادو کسانو په تېره یوه میاشت کې ۵۰ زره افغانۍ له خلکو د موبایل  کارتونه ترلاسه کړي وو.

دی زیاتوي، «لوګر امنیه قومندانۍ پولیسو تېره اوونۍ پل‌علم ښار کې څلور داسې ځوانان نیولي چې فېسبوک، انېستګرام او وتساپ کې د نجونو په نوم اکونټونه لرل او له خلکو  یې  پيسې ترلاسه کولې، دا کسان به ډېر ژر عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپيژندل شي.»

د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د امنیه قومنداني له لوري هغه ډله نیول شوې چې په فېسبوک او یوشمېر نورو خواله رسنیو کې د نجونو په نوم فعالیت  کاوه او له خلکو په ځانګړې توګه له ځوانانو یې پیسې اخیستلې.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دوي له امنیه قومنداني غواړي چې نیول شویو کسانو ته سخته سزا ورکړي، څو نور کسان هم له دې کار څخه عبرت واخلي او ټولنه کې ورته کړنې ترسره نه‌کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام