Asset 1SWN

کندهار کې د هېواد په کچه یوازینۍ «سیار تله» فعاله شوه

-------------

د ټولګټو وزارت له‌خوا په کندهار کې د باروړونکو موټرو د وزن کنټرول په موخه د لومړي ځل لپاره د هېواد په کچه یوازینۍ «سیار تله» فعاله کړه.

په سوېل لوېدیځ زون کې د ټولګټو وزارت د پروژو تخنیکي مسوول انجینیر شېرحسن خوشیوال وايي چې دغه ولایت کې یې یاده سیاره تله د ریاست‌الوزرا د حکم پر بنسټ فعاله کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، د ټولو هغو باروړونکو موټرو د لوړ بار مخه به نیسي چې دغه ولایت کې تګ‌راتګ کوي.

نوموړي وویل: «موږ د ټول هېواد په کچه همدا یو سیار ترازو لرو چې د ریاست‌الوزرا عالي مقام د حکم پر اساس د څه مودې لپاره کندهار ته ورکړل شوی، څو د ډېر وزن‌لرونکو موټرو د کنټرول په موخه جدي کار پيل شي.»

هغه زیاته کړه چې د یادې تلې د فعالېدو په لومړۍ ورځ یې تر ۲۰ داسې باروړونکي موټر نیولي چې تر خپلې اندازې یې ډېر وزن بار کړی و.

د ټولګټو وزارت د پروژو تخنیکي مسوول انجینیر شېرحسن خوشیوال په وینا، هر موټر ته اجازه شته چې ۴۶ ټُنه وزن ولېږدوي، خو یادو موټرو له ټاکلي معیاره ۲۵ ټُنه لوړ وزن لېږداوه.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

کندهار کې دا مهال څلور د لوړ تُناژ تلې فعالې دي چې د مسوولانو په وینا، راتلونکې کې به دوه نورې تلې هغو سیمو کې ولګوي چې اړتیا یې لیدل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام