Asset 1SWN

د هلمند بولان زراعتي فارم کې کروندګرو ته د شنوخونو په اړه پوهاوی ورکول کېږي

شنه خونه- شنې خونې1

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند بولان څېړنیز زراعتي فارم کې د شنو خونو په اړه کروندګرو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي.

د مسوولانو په وینا، دغه پوهاوی د ځینو کرنیزو توکو د ښه حاصل ترلاسه کولو په موخه ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد وايي چې د بولان څېړنیز زراعتي فارم کي تر دې مهاله ۱۰ شنې خونې د بېلابېلو نباتاتو د څېړنيزې ودې او یوشمېر کروندګرو ته د عامه پوهاوي ورکړې په موخه چمتو شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دې شنوخونو کې به د سبزیجاتو له ډلې رومیان، بادرنګ، بېنډۍ او د ځینو زینتي بوټو قلمې تر څېړنې لاندې ونیول شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هلمند کې د کروندګرو لپاره دغه فارم داسې مهال جوړېږي چې سږکال دغه ولایت کې د وچکالي له امله ډېری کروندګرو ته په پراخه کچه مالي زیانونه اوښتني دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام